احمد ولي هوتک د کابل په غرونو کې سخت تمرینونه کوي + انځورونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د آزادي مبارزې نوموتی افغان لوبغاړی احمدولي هوتک د کرنټین په دې شپو او ورځو کي هم په تمرینونو بوخت دی.
هغه پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼه عکسونه خپاره کړي، چي د کابل په غرونو کې بیلابیل تمرینونه کوي.
93972392 2812831235498412 8630369157881266176 n احمد ولي هوتک د کابل په غرونو کې سخت تمرینونه کوي + انځورونه
هوتک د خپلو تازه تمرینونو په اړه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«فردي تمرین د کرونا سره د مبارزې یوه برخه ده، تر هغه ځایه چي زه پوهیږم ورزش د ښې روغتیا ضامن دئ، زه هم په همدې موخه د کرنټین په دې شپو ورځو کي له تمرینه لیري نه یم پاته سوی او تمرینونه کوم.»

93409515_2812831545498381_4943158267049148416_n.jpg
نوموړي د دې ترڅنګ دا هم لیکلي، چې پوره هڅه کوي څو راتلونکي کې د بیلابیلو بهرنیو لوبغاړو سره د سیالیو تړون وکړي.
ټاکل شوې وه احمد ولي هوتک د روانې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د روسي سیال په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي، خو کرونا ویروس د یادې لوبې د ترسره کېدو مخنیوی وکړ.
93777832 2812831188831750 2326428400916365312 n احمد ولي هوتک د کابل په غرونو کې سخت تمرینونه کوي + انځورونه
احمد ولي هوتک د عبدالواسع قیومي تر نظارت لاندې په بیلابیلو برخو کي هر وخت تمرینونه کوي.
عبدالواسع قیومي د آزادې مبارزې یو له هغو روزونکو او لوبڅارانو څخه دی، چي دې برخه کي زیاته تجربه لري.
احمد ولي هوتک تېر کال له امریکا څخه تر ځانګړو تمرینونو وروسته هیواد ته راستون شو، چي له راستنېدو سره سم د نامعلومو کسانو له لوري د چاقوګانو په وسیله ووهل شو او سخت ټپي شو.
اوس هغه بیرته لوبو ته راستون شوی.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.