په پېشلمي او روژه‌ماتې کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید
ژباړه: محمد عزيز پردېس
روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده. معمولاً انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې له خوراک او څښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي، نو د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې له ځینو ستونزو سره مخامخېږي.
د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په دوو برخو کې راټولې کړل شوې لارښوونې، په غور ولولئ او عملي يې کړئ.
څو مهم ټکي چې بايد په پېشلمي کې مراعت شي:
۱- کله چې د پېشلمي لپاره پاڅېږئ، بايد د آذان تر وخته کم ترکمه يو نيم ساعت وخت پاتې وي.
۲- په پېشلمي کې ترخه، تېز او ډېر سره شوي خواړه مه کاروئ.
۳- د پېشلمي لپاره تر ټولو غوره خواړه هغه دي چې د جوشولو په بڼه پاخه شوي وي، هڅه وکړئ چې د سرو کړل شويو خوړو څخه ډډه وکړئ. وريجې، مکروني، کچالو… هغه کاربوهايډريټ لرونکي مرکب خواړه دي چې، د ورځې په اوږدو کې مو له ډېرې ولږې ژغوري.
۳- لبنيات هم د پروټينو په درلودو سره هغه خواړه دي چې هضمول يې ډېره موده نيسي او د چرګ بانګي لپاره مناسب بلل کېږي.
۵- که د کاربوهايډريټ لرونکو مرکبو خوراکونو ترڅنګ، د خوسکي له غوښې، د چرګ له غوښې او يا هم د کب له غوښې ګټه پورته شي، نو ډېر به ګټور تمام شي، ځکه د ورځې په اوږدو کې به ډېر لږ د ولږې احساس وکړئ.
۶- په پېشلمي کې چای مه څښئ. د چرګ بانګې لپاره تر ټولو غوره څښاک خالصه اوبه دي، ترڅنګ يې کولی شئ د اوبه لرونکو مېوو څخه هم ګټه پورته کړئ، لکه هندواڼه او داسې ورته مېوې.
۷- هغه خواږه يا شيرين باب چې ډېر ژر هضمېږي، په پېشلمي کې يې مه خورئ. لکه: چاکلېټ، زلوبۍ، بوره… .
۸- په پېشلمي کې د خوراک څخه وروسته، ژر مه ويده کېږئ. هڅه وکړئ چې د خوراک څخه لږ تر لږه يو ساعت وروسته ويده شئ.
۹- په پېشلمي کې د ډېرو خوړلو هڅه مه کوئ او په ګېډه کې مو د ساه اخیستلو لپاره ځای پرېږدئ.
۱۰- که د سګرټو معتاد ياست، لومړنۍ توصيه دا ده چې په چورلټ ډول يې پرېږدئ. که دې کار ته غښتلې اراده نه لرئ، لږ تر لږه هڅه وکړئ چې په پېشلمي کې يې ونه کاروئ، ځکه په سګرټو کې موجود کافين د دې لامل کېږي چې تاسو دې د ورځو په اوږدو کې تږي شئ.
هغه ټکي چې بايد په روژه‌ماتي کې يې مراعت کړئ
۱- هېڅکله په يخو اوبو او سور چای سره روژه‌ماتې مه کوئ. خرما او معتدله اوبه يا هغه چای چې ډېر ګرم نه وي، د روژه‌ماتي لپاره غوره او مناسب دي.
۲- په روژه ماتي کې له ډېرو سرو کړو او کباب شويو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.
۴- يو مناسب خوراک مو د روژه‌ماتي لپاره غوره کړئ. دا خوراک کېدای شي، د چرګ او يا هم د خوسکي د‌ غوښې څخه کمچربه يخني وي، د چرګې له هګيو څخه هم ګټه پورته کولی شئ. که ممکن وي سوپ برابر کړئ او نوش جان يې کړئ.
۴- له روژه‌ماتي څخه يو ساعت وروسته شپنۍ ډوډۍ نوش جان کړئ.
۵- له روژه‌ماتي څخه تر پېشلمي پورې کم ترکمه ۴ لېټره اوبه وڅښئ.
۶- د روژي‌ماتي پر مهال د خوړو په خوراک کې وارخطايي مه کوئ.
۷- د روژه‌ماتي پرمهال له ترشي بابو څخه ډډه وکړئ، که ډېر مو خوښېږي، د شپنۍ ډوډۍ پر مهال يې خوړلی شئ.
۸- که وروسته له شپنۍ ډوډۍ څخه د چای څښلو عادت لرئ، هڅه وکړئ چې د چای سره د شيرني بابو او چاکلېټو پرځای، له مغزي جاتو (بادام، چهارمغز…) ګټه پورته کړئ.
۹- په شپنۍ ډوډۍ او پېشلمي کې د مولټي ويټامينونو څخه ګټه اخیستل مه هېروئ، ځکه چې ډېره ګټه لري.
۱۰- د روژه‌ماتي او شپنۍ ډوډۍ پرمهال ترکاري باب هرو مرو وکاروئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.