ژباړه: نجم الرحمن ناصري
افسردهګي فقط تر یوه ځانګړي علته پورې اړه نه لري. کله د ژوند د کړکېچونو، ځاني نارغیو او یا نورو محرکو عواملو له امله او کله هم په ناڅاپي ډول بې له دې چې له دې عواملو سره اړیکه ولري، منځته راځي.
پوهان پر دې باور دي چې په افسردهګۍ باندې د مبتلا کېدلو عوامل متعدد دي. څېړنې ښیي چې افسردهګي یو لامل نه لري، ژنتیکي، بیولوژیکي، محیطي او روانشناسي عوامل د افسردهګي په منځته راوړلو کې رول لري.
تروما
تروما یا د روحي ضربه تجربه په وړو سنینو کې د ژوند په اوږدو کې د استرس او ویرې په مقابل کې د مغز غبرګون کې بدلو ن راولي. د دې بدلونونو پر بنسټ د افسردهګۍ د منځته راتللو امکان په هغو کسانو کې ډېر وي چې د تروما تجربه لري.
ژنیتیک
په ځینې مواردو کې خلقي اختلالات او د ځانوژنې افکار کېدای شي ژنیتیکي جنبه ولري، خو ژنیتیک فقط په افسردهګۍ باندې د ابتلا د ډېرېدلو لامل ده. ۱۰۰ په سلو کې د دوو ګانګیانو ژنونه شباهت لري، خو ۳۰ سلنه امکان لري چې دواړه دې په افسردهګي اخته شي.
د افسردهګي علایم هغو کسانو کې چې ژنیتیکي زمینه ولري په ټیټو سنینو کې ښکاري. دا هم باید ذکر کړو چې سربیره پر ژنیتیک افسردهګۍ باندې د دې کسانو په مبتلا کېدلو کې د دوی د ژوند شرایط او اتفاقات هم ډېر اغېز لري.
د ژوند شرایط
مالي موقعیت د استوګنې ځای د افسردهګي په مینځته راتللو کې اغېز لرونکي لاملونه دي. داسې هم ویلای شو چې برعکس افسردهګي د نامساعده ژوند لامل کېدای شي. د افسردهګي شیوع په هغو کسانو کې چې خرابه ژوند لري، ډېره ده، خو دا احتمال شته چې خپله افسردهګي د دوی د خرابه ژوند لامل شوې وي.
د مغز جوړښت
د مغزي انځورونو مطالعه داسې ښيي چې د افسردهکي په ناروغانو کې د مغز د تندي د لوب فعالیت کم وي. همدارنګه ویل کېږي چې د خوب پر وخت د دوی مغزي الګو متفاوته وي. افسردهکي د هیپوفیز او هیپوتالاموس غدواتو په ځواب ویلو کې چې د هورموني تحریکاتو مقابل کې یې وایي بدلون راولي.
نور ډاکتري شرایط
هغو کسانو کې چې د خوب د اختلالاتو، مزمن درد، اضطراب او کم توجهي د ابتلا سابقه موجوده وي، په افسردهګي د ابتلا احتمال یې ډېر دی.
مخدره مواد
د مخدره موادو اعتیاد په افسردهګي د ابتلا احتمال ډېروي.