شاهد افریدي به د پښتون لوبډلې کپټان وي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي وایې حتماُ به په راروانو لس اوریزو لوبو کې ګډون کوي.
نوموړي یو ځل بیا د پښتون لوبډلې مینوالو ته زیری ورکړی چې دی به یې د ټیم مهمه برخه وی.
د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي ته نژدې سرچینو ویلي، چې زیاته هڅه وشوه او پر افریدي زیات فشار راوړلو شو تر څو په راروان ټي ټين لیګ کې ګډون ونه کړي.
خو پاکستانیو رسنیو د شاهد افریدي د دغه سرچینې له قوله لیکلي، نوموړی په خپل ضد ودرید او ویلي یې دي چې نه یوازې دا چې په لس اوریزه لیګ سیالیو په دویم پړاؤ کې به برخه اخلي بلکې په دغه سیالیو کې د پښتون لوبډلې لوبډلمشري هم په خپله غاړه واخلي.
په دغه رپوټ کې نه ده روښانه شوې چې ولې د ټي ټين لیګ له سیالیو د شاهد افریدي د منعه کېدو هڅه شوې.
بل لورته په همدغه رپوټ کې راغلي: د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی کپټان به د پاکستان سوپر لیګ په راروان څلورم پړاؤ کې د خپلې لوبډلې کراچي کینګز سره ونه لوبیږي.
وړاندې تر دې چې شاهد افریدي د کراچي کینګز په ګټه ولوبیږي نوموړي په لومړي او دویم پړاؤ پاکستان سوپر لیګ کې د پشاور زلمي لوبډلې لپاره لوبه کړې وه، خو وروسته یې اړیکې خرابې شوې او هماغه وه چې شاهد افریدي د پشاور زلمي لوبډلې سره مخه ښه وکړه او د کراچۍ کینګز لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.
تر اوسه شاهد افریدي په دغه لیګ کې د خپلې نوې لوبډلې لپاره هيڅ نه دي ویلي.
خو دغه پرېکړه به د پاکستان سوپر لیګ کې په راتلوونکي بولۍ کې چې ټاکل شوې په اسلام اباد کې په ۲۰ د نومبر وشي، معلومه شيٍ.
دغه رپوټ زیاتوي قوي احتمال دی چې شاهد افریدي به د بولې په پلاټينیم ګټګورۍ کې وړاندې شي.