لیکنه: بهار سمسور
وروسته تر هغې چې جنوبي افریقا په نړیوال جام کې سختې ماتې وخوړې، د دغه هېواد کریکټ څارونکي، مبصرین او پخواني لوبغاړي پر خپله لوبډله او لوبډلمشر سخت انتقادونه کوي.
لوبډلمشر فاپ ډوپلیسي هم د لوبډلې پر ماتو ځینې خبرې کړي دي، خو مهمه یې دا چې پړه یې پر ای پي اېل وراچوي.
د نړیوال جام په پیل کې پخواني لوبډلمشر او مشهور لوبغاړي اې بي ډیویلرز له خپل بورډ څخه غوښتي ول چې که دوی وغواړي نو دی اماده دی چې په دې نړیوال جام کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي او ورسره ولوبیږي؛خو بورډ یې دا غوښتنه رد کړه.
سره له دې چې جنوبي افریقا په نړیوال جام کې کمزوري لوبې هم نه دي کړې، خو په ماتیدو یې خپل مینوال سخت خفه کړي دي او د مخکې تګ څخه بې برخې شوي ده.
روانه اونۍ له کپتان ډوپلیسي داسې خبرې شوي دي چې یو ډول حیرانونکي هم دي، ولې د کریکټ لوبې د تخنیک له اړخه پر ځای شمیرل کیږي.
لوبډلمشر ډوپلیسي ویلي، کاخیسو راباډا ته مې مشوره ورکړې وه، چې په تېر ای پي اېل که باید ونه لوبیږي.
د نوموړي زیات لوبیدل،او هم په شل اوریز فارمټ کې د ده ستړیا هغه څه دي، چې په نړیوال جام کې ښه ونه لوبیده.
دی وايي هغه باید ارام کړی وی او فرېش د نړیوال جام لپاره راغلی وی.
فاپ ډوپلیسي ویلي هغه د یو ښه چټک توپ اچونکي تر څنګ موږ لپاره په توپ وهنه کې هم ښه و، دا یوازې د ده نه؛ بلکې د پنځه نورو لوبغاړو لپاره هم مهمه وه،چې ای پي اېل کې تر پایه نه وی پاتي شوي.
کاخیسو راباډا په تېر هند غوره لیګ کې د ډیلي کاپیټل لپاره ولوبیده ،چې په ۱۲ لوبو کې یې ۲۵ ویکټې تر لاسه کړې.
په روان نړیوال جام کې بیا راباډا یوازې شپږ ویکټې تر لاسه کړې او د تمې خلاف یې ښه توپ اچونه ونه کړه، او وروسته زخمي هم شو.
د راباډا تر څنګ بل نوی چټک توپ اچونکی نارتیج هم د ملا ستونزه لري او د صوت افریقا د توپ اچونې برخه کمزوري شوې ده.
افریقا تر افغانستان مخکې د نومرو په جدول کې نهم ځای لري،چې د اووه لوبو له منځه یې پنځه بایللې،یوه ګټلې او یوه د باران له وجهې مساوي شوې هم ده.