لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ «IPL» د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري به دوام وکړي.
اوس ممکن د هند په آی پي ایل ۱۳م پړاو کې د محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ترڅنګ نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدو زمینه برابره شي.
ددې لیګ بولۍ مخکې ترسره شوې، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي، چې د هیواد څخه دي بهر ولاړ شي، نو په دې اساس ددې هیواد لوبغاړي به د آی پي ایل سیالیو په لومړي پړاو کې ونه لوبیږي.
ددې ترڅنګ انګلستان او اسټرالیا هیوادونه هم د شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو لړۍ لري، چې د آی پي ایل سیالیو تر پيلدو ۴ ورځې مخکې پای ته رسیږي.
خو ددې دوو هیوادونو لوبغاړي به متحده عربي اماراتو ته تر سفر وروسته شاوخوا دوې اونۍ کرنتین وي.
نو په دې اساس د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا هیوادونو لوبغاړي د آی پي ایل سیالیو په لومړنیو لوبو کې ونه لوبیږي.
ددې دریو هیوادونو ګڼ شمېر لوبغاړي د نورو کلونو ترڅنګ سږ کال هم په آی پي ایل سیالیو کې اخیستل شوي.
ددې لوبغاړو نشت په آی پي ایل سیالیو کې لوبډلې اړ کوي، چې ځان ته موقد لوبغاړي له نورو هیوادونو واخلي.
نو د نورو لوبغاړو ترڅنګ ممکن افغان لوبغاړي هم واخیستل شي او د آی پي ایل سیالیو په یو شمېر لوبو کې ولوبیږي.