امریکا د روان کال تر مارچ میاشت پورې په دې هېواد کې د افغانانو د بیا مېشتیدو پروګرام بندوي

متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښتې راپارولې دي.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۹ مه راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یاد هېواد کې د افغانانو د بیامېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خبرتیا تر لاسه کړې ده.

یو امریکایي چارواکي، د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروګرام یو مطرح ملاتړي او دوو باخبرو سرچسنیو رویټرز ته ویلي، د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ادارې ته چې د افغانانو د مېشتېدو پر پروګرام څارنه کوي ویل شوي چې د دغه پروګرام د ختمولو لپاره د روان کال ترمارچ میاشتې پورې یو طرحه چمتو کړي.

رویټرز زیاتوي چې دې مواردو کې د CARE د همغږۍ مرکزونو تړل هم شامل دي چې په قطر او البانیا کې د افغانانو د بیا میشتیدنې د اسانتیاوو لپاره رامینځته شوي دي.

خو سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د امریکا د کډوالۍ کیس لرونکي ډیری کسان چې په میاشتو یا ان له کلونو راهیسې په افغانستان او نورو هیوادونو کې د لیږد په تمه دي، اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

خو امریکا ته د تګ په تمه افغانان په څه وضعیت کې دي؟

یوسف خیلیل چې په قطر په کمپ کې دېره دی او امریکا ته د تګ کیس لري وايي، امریکا ته د انتقال په تمه په روحي او رواني حالت کې مې تغیرات راغلي دي.

د خیلیل په ټکو، “د تشویش له کبله خوب نه لرم ستونزې ډیرې زیاتې دي، دا چې موږ سره به څه کیږي هیڅ معلومات یې نشته”.

په پاکستان کې میشت یو بل افغان کډوال رحمن الله بیا وايي، ” دا چې امریکا ته زموږ تګ ځنډول کیږي، زموږ لپاره یو ډیر بد خبر دی، دلته پاکستان کې پاتي کیدل نه شو، ځکه دوی هم موږ شړي او افغانستان هم ځکه نه شو تللی چې له امریکا سره مو کار کړی دی”.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي، د افغانانو د لېږد ایتلاف (افغان ایووک) مشر شاون وندایور امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروګرام احتمالي تړل ملي ننګ او د هغو کسانو پر وړاندې خیانت بللی چې د متحده ایالاتو تر څنګ جنګېدلي دي.

وړاندې راغلي، د دې پروګرام د بندېدو اقدام کولای شي  ۲ لکه هغه افغانان اغېزمن کړي چې «اس ای وي” کیسونه لري او یا یې هم امریکا ته د انتقال لپاره په بېلابېلو هېواد کې دېره او د پناه غوښتنې کیسونه د څېړلو په حال کې دي.

رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې له دې ډلې ۱۱۰ زره تنه په افغانستان، ۴۰ زره په دوحه، تیرانا او پاتې ۵۰ زره نور یې په کابو۹۰هېوادونو کې چې نږدې نیمایي یې په پاکستان کې دي،امریکا ته د لیږدولو په تمه دي.

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، امریکا ته د پناه غوښتونکو د بیا مېشتنېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډواوه.

د امریکا متحده ایالاتو د افغان کډوالو د لېږد د ځنډولو په اړه ویلي، کوم افغانان چې امریکا ته انتقال شوي له امنیتي اړخه سم نه دي څېړل شوي.

متحده ایالاتو د هغو زرګونو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پرمهال یې له دغه هېواد سره په بیلابیلو برخو لکه امنیتي او پراختیایي پروژو کې همکاري کړې ده، د “پي ۱، پي ۲ او اس ای وي” په څیر د کډوالۍ ځانګړي پروګرامونه تنظیم کړي دي.

About ياران ټیم 3419 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.