د زمبابوې کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې پنځه شل اوریزې لوبې لغوه کړې.
تمه وه چې افغان او زمبابوې لوبډلو د روانې میاشتې په اوږدو کې پنځه شل اوریزې لوبې په زمبابوې هیواد کې ترسره کړې وای؛ خو دغه لوبې ځکه لغوه یا کېنسل شوې، چې په یاد هېواد کې د کورونا ویروس پېښې په ناڅاپي ډول زیاتې شوې.
د زمبابوې حکومت خلکو ته لارښوونه کړې، چې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي او روغتیايي لارښوونې په بشپړ ډول مراعت کړي.
د زِمبابوې کرکټ بورډ له حکومت سره د لوبو د ترسره کولو په اړه معلومات شریک کړل؛ خو حکومت د خپل هېواد کرکټ بورډ ته ویلي، چې دوی اوس د کرونا له امله نشي کولای، چې د بلې لوبډلې کوربتوب وکړي.
د زمبابوې د کرکټ بورډ اجرایوي مدیر ګېف مور مکوني ویلي، چې دوی ډېر هیله مند و، چې هېواد کې کرکټ ترسره کړي، مګر ژر پوه شو چې روغتیایي ماحول د اندېښنې وړ دی او دا لوبې یې لغوه کړې.
د زمبابوې کرکټ بورډ هڅه کړې، چې په مفت ډول خپل لوبغاړي لوبو لپاره چمتو کړي؛ خو د دې سربېره د کرونا ویروس پرېنښودل چې روانه میاشت له افغان لوبډلې سره پنځه شل اوریز لوبې ترسره کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا هم لومړیو کې د زمبابوې د کرکټ بورډ مالي ستونزو له امله د دې لوبډلې لوبې ځنډولې وې؛ خو وروسته یې بیا بېرته د لوبو ترسره کولو اجازه ورکړه.
د یاد کرکټ بورډ مسوولینو ویلي چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا سره خپل مالي پلان شریک کړی و.
د زمبابوې کرکټ بورډ زیاتوي چې هڅې یې پېل کړ ې وې، چې مالي ستونزې حل کړي.
د افغانستان سربېره هندوستان هم زمبابوې ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر درلود، چې هغه هم د کرونا له امله لغوه شو.