روانه ټیسټ لوبه کې د افغانستان ستر ریکارډونه

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب متحده عربي اماراتو کي د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ دویمه لوبه د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغان لوبډلې په توپوهنې سره پيل شوه.

 

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۵ منډې وکړې او وروسته یې زیمبابې لوبډلې ته د توپوهنې چانس ورکړ.

 

د افغانستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې هشمت الله شهیدي ۲۰۰، اصغر افغان ۱۶۴، ابراهیم ځدران ۷۲ او احمدزي بیا ۵۵ منډې وکړې.

 

زیمبابې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، چې وروسته یوځلې بیا د افغان لوبډلې له لوري ورته د دویمي پاڼۍ د پيل کېدو وویل شول.

 

زیمبابې خپله دویمه پاڼۍ پرون پيل کړه، چې تر اوسه پوري یې ۱۱۴ منډې کړې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي.

 

په یاده لوبه کې د افغانستان ریکارډونه

 

افغان لوبډلې د زیمبابې په وړاندې دویمه ټیسټ لوبه کې خورا په زړه پوري توپوهنه وکړه، چې له مخې یې یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل.

 

لومړی

 

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۵ منډې وکړې او بیا یې زیمبابې لوبډلې ته د توپوهنې چانس ورکړ، چې په دې سره دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې یوه پاڼۍ کې یې افغان لوبډله جوړوي.

 

دویم

 

هشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره په یاده لوبه کې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په دې سره د افغانستان لپاره لومړنی لوبغاړی شو، چې په نړیواله ټیسټ لوبه کې دوې غبرګې سلیزې جوړوې.

 

درېیم

 

د افغانستان لپاره په یاده لوبه کې لوبډلمشر اصغر افغان ۱۶۴ منډې وکړې، چې په دې سره د افغانستان لپاره دویم لوبغاړی شو، چې په نړیواله ټیسټ لوبه کې دومره زیاتې منډې او سلیزه جوړوې.

 

څلورم

 

یاده لوبه کې د ملې لوبډلې دوو نامتو لوبغاړو هشمت الله شهیدي او اصغر افغان د ۳۰۷ منډو ملګرتیا وکړه، چې په دې سره په ټیسټ سیالیو کې د افغانستان لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.

 

پنځم

 

د اصغر او شهیدي د ۳۰۷ منډو ملګرتیا د متحده عربي اماراتو په زید لوبغالي کې تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.

 

شپږم

 

د اصغر او شهیدي د ۳۰۷ منډو ملګرتیا په څلورمه ویکټ باندي د ټیسټ لوبو په تاریخ کې اتلسمه لوړه ملګرتیا ده.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.