دا چې د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ سیریز ونه شو، اوس زِمبابوې د نېدرلېنډ په لور کوچېدو ته ټټر وهلی او غواړي، چې له نېدرلېنډ څخه لوبې وګټي او پر افغانستان د بایللو لوبو غچ واخلي.
د اپرېل میاشت کې د زِمبابوې او افغانستان ترمنځ په زِمبابوې کې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کېده؛ خو د لوبو د نشر پر سر دواړه کرکټ بورډونه موافقې ته ونه رسېدل او لوبې لغوه شوې.
افغانستان غوښتل چې لوبې پر تلویزیون خپرې شي؛ خو زِمبابوې بیا د مالي لګښت توان نه درلود؛ همدا علت و، چې افغانستان له لوبلړۍ کولو ډډه وکړه.
زِمبابوې یواځې له نېدرلېنډ سره لوبو ته زړه نه دی ښه کړی، بلکې سربېره پردې یې له عربي متحده اماراتو کوربتوب منلی او له ایرلېنډ سره لوبو ته هم د هوکړې سرخوځولی دی.
د زِمبابوې راتلونکې لوبې
د اپریل په لسمه نېټه زمِبابوې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د څلورو یو ورځنیو لوبو کوربتوب کوي.
لومړۍ لوبه د اپریل لسمه، دوهمه په ۱۲ مه ، دریمه په ۱۴ مه او څلورمه لوبه د اپریل په ۱۶ مه نېټه ترسره کوي، لوبې ټولې د زِمبابوې په هراری سیمه کې ترسره کېږي.
له دې وروسته عربي متحده امارات نېدرلېنډ او ایرلېنډ ته سفر کوي.
زِمبابوې او عربي متحده امارات به څو بوختې میاشتې ولري، دوی به د دوو یو ورځنیو، دوو شل اوریزو لوبو لپاره ایرلېنډ ته ولاړ شي، ښایي، زِمبابوې، عربي متحده امارات، نېدرلېنډ او ایرلېنډ په څلور اړخیز سیریز کې سره مخ شي.
زمبابوې په تېرکې د افغان لوبډلې له خوا پر له پسې لوبلړیو کې ماته شوه؛ خو اوس غواړي چې خپل نړیوال کېریر بېرته راجوړ کړي.