د راشد خان د کلیزې جوش بنګله دیش مات کړ، د جمعې په ورځ د پاکستان وار دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

یاران سپورټ 
د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه او ددې جام د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه له بنګله دیش څخه د ( 136) منډو په لوی توپیر وګټله. افغانستان چې د بچې له ګټلو وروسته یې د لومړي بیټینګ فیصله وکړه، بنګله دیش ته د 256 منډو لوی هدف وټاکه.
خو بنګله دیش په 42 اورونو کې خپل ټول لوبغاړی د لاسه ورکړل او په ډیره خوارۍ یې 119 منډې جوړې کړې.
د کرکټ لوبې هندی مبصر اجیت اګرکار د سپورټ یو ټلویزوني چینل ته وویل افغان لوبغاړو نن هم په بیټینګ، هم په بالینګ او هم په فیلډینګ کې خپله بهترینه وړتیا ثابته کړه، او ویې ښودله چې د لوړ نړیوالو معیارونو لرونکی ټیم دی.
د راشد خان لپاره بختوره کلیزه
افغان بالر راشد خان خپله شلمه کلیزه نن د بنګله دیش په وړاندې په داسې حال کې په شانداره نیمه سلیزه ولمانځله چې افغان لوبډله تر سخت فشار لاندې وه، او له همدې کبله د پنجشنبې د ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.
له ګلبدین نایب سره په شریکه څوک چې په 42 منډو ناسوزیدلی پاتې شو، راشد خان د افغانستان په منډو 95 ورزیاتې کړې. په یوه ورځنۍ نړیواله سیالۍ کې په 50 اورونو کې پر اوو ویکټو 255 منډې جوړول د افغانستان لپاره ریکاډ دی.

د کریکټ نړیوال مبصرمحمد سلام وايي، افغانستان د بنګله دیش په وړاندې غر کېښود. په داسې حال کې چې د بنګله دیش تمیم اقبال ټپي شوی او مشفق الرحیم یې دمه کړی و، بنګله دیش ته پر دې غره پورته کیدل ناممکنه شول.
افغان لورې ته راشد خان چې په بالینګ مشهور دی، نن ثابته کړه چې ښه توپ وهونکی هم دی. په ځانګړې توګه هغه مهال چې لوبډله یې ترې فشار لاندې وي. نوموړې نن په وروستیو اورونو کې په32 بالونو 57 منډې جوړې کړې چې تر پایه ونه سوزیده، په دې کې یې اته څلوریزې او یوه ډېره په زړه پورې او په مناسب وخت شپږیزه ووهله.
ګلبدین نایب بیا په 38 بالوبونو 4 څلوریزې ووهلې. راشد او ګلبدین په داسې حال کې سره توپ وهنې ته جوړه شول چې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو له سوزیدو وروسته په 41 م اور کې ایله 160 منډې جوړې کړې وې، او د بنګله دیش د بالرانو تر سخت فشار لاندې وه.
راشد خان په وروستي اور کې د مشرف مرتضی په توپونو 19 منډې جوړې کړې. مشرف په څلور مهمو اورونو کې 45 منډې ورکړې، بل بنګله دیشي بالر رب الحسین بیا په یو اور کې 17 منډې ورکړې او له دې سره بنګله دیش هغه ځواک له لاسه ورکړ چې د شکیب الحسن د د افغانستان د بیټینګ د پیل پر مهال څلورو ویکټو په اخیستو تر لاسه کړی و.
ابو حیدر چې د بنګله دیش له خوا د لومړي ځل لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ولوبیده، افغانستان د پیل په دوو ویکټو وارخطا کړ، احسان جنت او رحمت شاه زر اوټ شول. د حیدر لپاره ورځ ښه پیل شوه او هغه مهال لا ښه شوه چې د محمد شهزاد توپ یې کیچ کړ، او نوموړې یې په 47 بالونو کې د 37 منډو له جوړولو وروسته وسوزاوه.
د شکیب الحسن په بالینګ اضغر په 8 منډو، سمیع الله شینواری په 18 او محمد نبي په 10 منډو پرلپسې اوټ شول. حشمت الله شهیدی چې په 92 بالونو یې 58 منډې جوړې کړې د رب الحسېن په بال په 38 م اور کې اوټ شو.
د بنګله دیش په بالرانو کې شکیب الحسن د څلور ویکټو سربېره حیدر دوه ویکټې او رب الحسین یوه ویکټه واخیسته.

بنګله دیش ولې په لوی توپیر وبایلله
د کرکټ نړېوال مبصرین وايي، د اسیا جام په روانو سیالیو کې د ننۍ لوبې د نتیجې کم اهمیتۍ ته په پام بنګه دیش یو څه شیان بدل کړي وو، هغه دا چې ابو حیدر او رب الحسین یې په سر کې دبالینګ لپاره رامخې ته کړل او مشرف ته یې تر ډېره وروستیو اورونو کې بالینګ وسپاره، خو دې تجربې تاوان وکړ او هغه داسې چې بنګله دیش په وروستیو لس اورونو کې افغانستان ته ته 98 منډو جوړولو فرصت برابر کړ.
کله چې بنګله دیش بیټینګ پیل کړ، نو د افغان بالرانو له خوا له سختو ګوزارونو او د نورو لوبغاړو له غوره فیلډینګ سره مخ شول. شکیب الحسن یوازینی لوبغاړی و چې د بنګله دیش لپاره یې په نسبي توګه ډیرې منډې جوړې کړې. نوموړې وتوانیده چې په 55 بالونو 32 منډې جوړې کړي. د بنګله دیش لپاره محمد الله ۲۶ او حسین مصدق ۲۷ منډې جوړې کړې، خو له دې پرته یې بل هیڅ لوبغاړی له ۹ د زیاتو منډو په ترسره کیدو ونه توانیده. د افغانستان په ګټه مجیب، راشد او ګلبدین دوه دوه ویکټې واخیستې، همدارنګه رحمت شا او افتاب عالم هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

جمعه د دواړو ټیمونو لپاره یوه بل سخته ورځ مخکې ده
د جمعې ورځ بیا د دواړو ټیمونو لپاره سخته ورځ ده. په دې ورځ بنګله دیش له هندوستان سره چې په اۍ ګروپ کې یې هانک ګانګ او پاکستان دواړه مات کړي، په دوبۍ کې د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو لومړنی لوبه کې مخ کیږي.
ددې معنی داده چې د افغانستان او بنګله دیش له لوبې وروسته به افغانستان ټیم په ابوظبۍ کې پاتې کیږي، او بنګله دیشي لوبغاړي به خپل بکسونه تړي او دوبۍ ته به ځي څو د جمعې په ورځ له هندوستان سره مخ شي.
دوو پرلپسې لوبو او په منځ کې یې د اماراتو له ابوظبۍ څخه دوبۍ ښار ته لنډ سفر د بنګله دیش پر لوبغاړو اضافي فشار راوړی دی. د بنګله دیش د ټیم کیپتان مشرف مرتضی پر دې مهالویش لا دمخه انتقاد کړی او دا یې خواشینونکی بللی دی.
افغان لوبغاړي هم د دمې لپاره ډیره وقفه نه لري او د جمعې په ورځ افغانستان هم د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو د سیالۍ په ترڅ کې له پاکستان سره مخ دی، خو لږ تر لږه دا لوبه په ابوظبۍ کې او په هماغه میدان کې ده چې افغانانو په کې د پنجشنبې په ورځ بنګله دیشیان مات کړل.
د اسیا جام سیالیو کې د افغانستان راتلونکې لوبې
د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په پړاو کې د جمعې په ورځ ( سیپټمبر ۲۱) افغانستان له پاکستان سره لوبه کوی. په یکشنبې ( سیپټمبر ۲۳ ) یو وار بیا له بنګله دیش سره د څلور غوره ټیمونو په مرحله کې مخ کیږي، او د سه شنبې په ورځ ( سیپټمبر ۲۵ ) افغان لوبډله د هندوستان سره لوبه لري.
د سیپټمبر په ۲۸ مه نیټه به فاینل ته د وتلو دوو ټیمونو ترمنځ لوبه وي او ډیر احتمال شته چې د افغانستان ټیم به یو له هغو ټیمونو څخه وي چې پایلوبې ته به لاره ومومي.
د سرېلانکا او بنګله دیش په وړاندې د افغانستان د ټیم ښې لوبې ته په کتو د کرکټ نړیوال مبصرین تر ډیره اټکل کوي چې افغانستان د اسیا جام ددې پړاو پایلوبې ته لاره پیدا کړي. او دا هم ورته ناممکنه نه ده چې د کرکټ له زبر ځواکونو ( هند او پاکستان ) څخه د سږني اسیا جام اتلولي هم وګټي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.