افغانستان: تیره میاشت د اوبو رسولو او حفظ الصحې ۲۷ پروژې بشپړې شوې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په تیره یو میاشت کې د ۵۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ الصحې ۲۷ پروژې بشپړې شوې دي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام له لوري د ۲۰۲۰ م کال په جولای میاشت کې په ۱۳ ولایتونو ( بغلان، پکتیا، خوست، زابل، کابل، کونړ، غور، هلمند، بدخشان، بلخ، کندهار، بادغیس او بامیان) کې   کې د ۵۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د اوبو چمتو کولو او حفظ الصحې پروژې پلې شوې دي، چې  له دې پروژو څخه به نږدې اوو زره کورنۍ ګټه اخلي او زرکونو کسانو ته د پروژو په کاري بهیر کې کار هم پیدا شوی و.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې هېواد وچکالۍ وځپه او لا هم په ګڼ ولایتونو کې خلک د باران  له ذخیره شویو اوبو څخه د څښاک لپاره ګټه اخلي، چې څښاک یې د ګڼو  ناروغیو سبب ګرځي.

د دې ترڅنګ په ډېرو سېمو د ځمکې لاندې اوبه ښکته تللي او څاه ګانې کیندل د هر چا د وس خبره نه ده او د ځينو سیمو اوبه تروې او د څښلو وړ نه دي او د ژورو څاه ګانو ایستلو ته اړتیا لیدل کیده،د اوبو شبکو د جوړولو به برخه کې له  طبیعي سرچینو لکه چینو څخه هم ګټه اخستل شوې ده، چې ارزښت یې ډير او د اوبو ذخیره کېدلو او د ځمکې د ښیرازۍ په برخه کې ګټورې دي.