د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي پرون د یوې خبري ناستې پر مهال د ملي لوبډلې راتلونکي لوبيز پروګرامونه اعلان کړل
ستانکزي وویل چې کرکټ ملي لوبډله به له ۲۰۱۹ زیږدیز کال څخه د (FTP) فیوچر ټوورز پروګرام (د راتلونکو ورزشي سفرونو) پروګرامونه پيلوي، چې دغه لوبیزه لړۍ به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر جنورۍ میاشتې پورې دوام وکړي.
د کرکټ بورد اجرایوي مشر وایي د افغانستان د ټولو لوبو د خپرولو حقوق هم د ازاد رقابت له لارې پلورل شوي دي، چې د کرکټ بورډ ادارې لپاره یوه ښه عايداتي لار ده.
د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وویل: د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې ۴۸ یو ورځنۍ لوبې لرو چې ۲۳ به یې زمونږ په کوربه توب ترسره شي، دغه راز ۳۹ شل اوریزې لوبې لرو چې د ۱۸ لوبو کوربتوب مونږ کوو او په ۱۳ ټيسټ لوبو کې به ۷ لوبې زمونږ په کوربه توب ترسره شي.
شفیق الله ستانکزي دغه راز زیاته کړه چې په دغې موده کې د یو ورځنيو لوبو یو لیګ هم د ۱۳ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، چې په دې لړ کې به افغانستان د ایرلينډ، پاکستان، هالينډ او اسټراليا کوربه توب کوي او سریلانکا، هندوستان، زمبابوې او بنګله دیش به بیا د افغان ملي لوبډلې کوربتوب پر غاړه ولري.
د نوموړي په وېنا چې په دې پړاو کې به له هرې لوبډلې سره ۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کيږي او په ټولیزه توګه د لوبو شمیر ۲۴ ته رسيږي.
شفیق الله ستانکزي زیاته کړه: کله چې دغه لوبې پای ته رسيږي هغه لوبډلې چې د نمرو د جدول پر بنسټ به په ۸ غوره لوبډلو کې ځای ولري، نیغ په نیغه ۲۰۲۳ زیږدیز کال نړيوال جام ته لار پيدا کوي او پاتې پنځه لوبډلې به له نورو لار موندونکو لوبډلو سره د نړیوال جام د لار موندنې په پروګرام کې ګدون وکړي.
افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه د ایرلينډ هېواد کوربتوب کوي، چې په دې لوبلړۍ کې یوه ټیسټ لوبه، ۵ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې شاملې دي. په می میاشت کې له سکاټلينډ هېواد سره ۲ یو ورځنۍ لوبې شاملې دي. دغه راز په همدې میاشت کې د نړيوال جام د تياري په خاطر له ایرلنډ سره ۳ یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کيږي.
په می او جولای میاشت کې بیا افغانستان په نړيوال جام کې ګډون کوي، چې دوه ازمایښتي لوبې له پاکستان او انګلینډ سره ترسره کوي او بیا به له ټولو هېوادونو سره يوه ـ یوه لوبه ترسره کړي، چې ۹ لوبې کيږي. د همدې کال په اګست میاشت کې د یوې ټیسټ، ۵ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره به زمبابوې د افغان لوبډلې کورتوب کوي.
بنګله دیش هېواد د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتوکې بیا د یوې ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې کوربه دی. د نومبر په میاشت کې بیا د افغان لوبډلې په کوربه توب له ویسټ انډیز سره یوه ټیسټ، ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې پلان شوي دي.
افغان لوبډله به د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په فبرورۍ او مارچ کې د دوو ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د ایرلينډ کوربتوب کوي. په اګست کې به بیا ایرلينډ د یوې ټیسټ او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان کوربه توب وکړي.
د همدې کال په سپټمبر میاشت کې اسيا جام سيالۍ دي او ورپسې په اکتوبر او نومبر کې بیا شل اوریز نړيوال جام سيالۍ هم په اسټراليا کې ترسره کيږي. دغه راز په دې کال کې وروستۍ یوه ټیسټ لوبه په نومبر کې له اسټراليا سره ترسره کېږي.
د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په جنورۍ او فبرورۍ کې بیا د افغان لوبډلې په کوربتوب له ایرلينډ سره ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې سيالۍ دي. په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب له زمبابوې سره ۲ ټیسټ او ۳ شل اوریزې لوبې دي. په مارچ میاشت کې هند د ۳ یو ورځنيو لوبو لپاره د افغانستان کوربتوب کوي. په جولای میاشت کې به سریلانکا د ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو په موخه د افغانستان کوربتوب وکړي.
دغه راز به د ۲۰۲۱ م کال په سپټمبر میاشت کې بیا افغانستان د ۳ یو ورځنيو لوبو لپاره د پاکستان کوربه توب وکړي. د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې بیا شل اوریز نړيوال جام په هندوستان کې ترسره کيږي. د همدې کال په ډسمبر او د ۲۰۲۲ م کال په جنورۍ کې به زمبابوې د یوې ټیسټ، ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان کوربه وي.
هالنډ به د افغانستان په کوربتوب په جنورۍ کې د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره راځي.
همدارنګه بنګله دیش به په فبرورۍ کې د ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو په پار د افغان لوبډلې کورتوب وکړي. له اسټراليا سره په یاد هېواد کې ۳ یو ورځنۍ لوبې په مارچ کې ترسره کيږي. بیا به هم ایرلينډ هېواد په اګست کې د یوې ټیسټ، ۳ یو ورځنيو او ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې کوربتوب وکړي. افغان لوبډله به د ۲۰۲۲ م کال په سپټمبر میاشت کې د یوې ټيسټ لوبې لپاره د اسټراليا کوربتوب کوي.
د دې کال په سپټمبر میاشت کې اسيا جام سيالۍ هم ترسره کيږي او د ۲۰۲۳ زیږدیز په جنورۍ کې ویسټ اينډیز د افغان لوبډلې په کوربتوب ۳ یو ورځنۍ لوبې کوي. دغه راز په همدې میاشت کې به نیوزیلانډ هم د ۳ یو ورځنيو لوبو لپاره د افغانستان کوربتوب ومني. بیا به د ۲۰۲۳ م کال په فبرورۍ او مارچ کې نړیوال جام په هندوستان کې پیل شي.
د یادولو ده چې په دغو شمېر لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نړیوال جامونو او د کرکټ اسیایي شورا د مهالوېش لوبې نه دي شاملې، چې په دې سره به د لوبو شمېر لاپسې لوړ شي.