لاجورد: د افغانستان د فلم لومړنۍ ملي ننداره پرانيستل کېږي.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت

د لاجورد تر سليک لاندي د افغان فلم لومړنۍ ننداره ترسره کېږي.

د افغان فلم ملي فستوال په پنځو اصلي او پنځو فرعي برخو کې وړاندي سويدی.


د افغان فلم رئيسي د ټولنيزو رسنيو له لارې ټولو هغو کسانو ته اعلان کړی چې د فلم جوړونې په برخه کې کار کوي د زمري له ۱۵ څخه د تلې تر ۱۵ پوري دې خپل اثار د يوې مياشتي په موده کې د افغان فلم سکرتريت ته په ډې وي ډي يا هم بلورای کې وسپاري.

د نندارې کټګورۍ

د لاجور په نامه فيستوال په اصلي برخه کې د “لوی داستاني فلم” ” کوچنی داستاني فلم” او “انمېشن” وجود لري.

همدارنګه ” لومړنی بهترین فلم” “نوې بڼه” ” د خلکو ټاکنه” ” “د داورانو د خوښې وړ” “د ټولو د خوښې وړ سېنمايي فلم” د لومړني افغان فلمي فيستوال فرعي برخې دي.
تر اوسه ددې جشنوارې د پرانيستلو دقيقه نېټه نده په ډاګه سوې.