لیکنه: بهار سمسور
افغانستان په نړیوال جامې کې د یو میلیون ډالرو په لګښت چې د تیاریو په نوم مصرف شوي دي لوبیږي.
د نړیوال جام په تمریني لوبه کې، کله چې افغانستان پاکستان مات کړ نړۍ حیرانه شوه؛خو له افغان لوبډلې ځان ورک شو.
د رسمي لوبو له پیل سره نندرۍ،خپل منځي اختلافات او… رښکار شول، چې کریکټ بورډ یې اوس هم نه مني؛ ولې د شهزاد محمدي خبرو هر څه ښکاره او شکونه یې پر حقایقو بدل کړل.
نن څه وشول؟
سره له دې چې نړیوال جام ته نړۍ له پوره چمتوالي سره راغلې،خو افغانستان پر زخمي لوبغاړو،چې د فېټنېسټ ټېسټ یې په زربین کې نه ښکاري د نړۍ له هغو لوبډلو سره ډغرې وهي چې پر ځان یې که مصرف کړی ولې لګښت یې معلوم او هر څه یې ملت ته ښکاره دي.
انګلستانۍ لوبډلمشر چې روانه اونۍ کم زره زخمي شو بیا اماده شو؛ نن سهار یې د افغانستان خلاف فېټنېس ټېسټ ورکړ او سل فیصده کامیاب شو؛ټاس یې وګاټه او د افغانستان خلاف یې بېټ ته لاس کړ.
ایون مورګن د لوبې د ګټې تر څنګ یې نورو لوبډلو ته هم دا پیغام ورساو چې ګني انګلستان په اسانۍ سره نه پریږدي چې په کوربه توب دې یې روان نړیوال جام د بل په نوم شي.
هغه په ۷۷ توپونو اور لاسې ۱۴۸ منډې د ۱۷ شپږو او څلور څلوریزو پر مټ جوړې کړې.
دا د مورګن لپاره په یو اننګز کې زیاتې شپږیزې حساب شوې؛حتآ دا چې پاکستان لوبډلې په روان ټول ټورنمېنټ کې ۱۹ خو مورګن ۲۲ شپږې ووهلې.
ریکارډونه:
انګلستان په نړیوال جام کې د زیاتو منډو اخیستو ریکارډ ثبت کړ.
مورګن د یوه ورځینیو لوبو یوه لوبه کې زیاتې شپږیزې هم تر لاسه کړې؛چې په نړیوال جام کې یې هم د زیاتو شپږیزو ریکارډ جوړ کړ.
د انګلستان له لوري د مورګن او جي رووټ تر منځ په منځینۍ توپ وهنه کې د ۱۶۸ منډو ملګرتیا هم بل ریکارډ و چې د افغانستان خلاف ثبت شو.
راشد خان په ۹ اورونو کې بغېر له ویکټ اخیستو ۱۱۰ منډې ورکړې چې دا په نړیوال جام یوه ورځینیو لوبو کې د یو سپینر په توګه لومړی بالر دی چې پرې دا ریکارډ جوړیږي.
د نړیوال جام په یوه لوبه کې زیاتې شپږیزې.
د نړیوال جام دوهمه چټکه سلیزه.
زیاتې شپږیزې په دې نړیوال جام کې ۲۵ ثبت شوې،چې په یو اننګز کې وهل کیږي.
د انګلستان لپاره د یوه ورځینیو لوبو تر نورو زیاتې ۱۹۳ شپږیزې؛دا ریکارډ هم مورګن نن قوي کړ.
د افغانستان او نورو تر منځ د ځمکې او اسمان توپیر:
دا خو سمه ده چې افغان لوبډله تر نورو ځوانه ده، لیکن هغه څه چې حقیقت دی داسې نه ده.
جاني برېسټو ۶۴ یوه ورځینۍ لوبې کړي، اما اضغر نبي تر سلو زیاتې.
رحمت شاه او نجیب په مثاوي شکل.
د انګلستان پر ویشتنځایونو نورې لوبډلې دری چټک توپ اچونکي خو خامخا استعمالوي؛چې ځینې یې پنځه تېز توپ اچونکي لوبوي،اما افغانستان نن یو چټک توپ اچونکی او دوهم نیمه چټک توپ اچونکی درلوده.
سپېن توپ اچونکي راشد/مجیب چې روان نړیوال جام یې هیڅ ښه نه دی پیل کړی.
راشد په هیڅ حالت کې له لوبډلې د کینولو نه دی؛خو سره له دې چې پرله پسې په سپیډ باندې غره دی او بدل یې هم شپږیزه او څلوریزه ده،بیا هم همدا بې غوري کوي.
حتآ که د ده ورته توجه نه ده،بل څوک هم نشته چې راشد ته په غوږ کې ووایي چې ګني ته چټک توپ اچونکی نه یې؛بلکې لېګ سپینر توپ اچونکی یې،باید د سپیډ او چټک توپ اچولو پر ځای په برېک او سوېنګ تکیه وکړې.
د نړۍ نور سپېن توپ اچونکي یوازې په برېک ویکټې اخلي.
عمران طاهر چې افغانستان تر پښو ونیوه له ۷۰ نیولې تر ۸۵ سراعت سره یې توپ اچونه کوله.
کولدیپ یادوف چې وړمه ورځ یې د پاکستان دیوالي لوبغاړی بابر اعظم بولډ کړ د راشد غوندې یې سل او ۹۶ سپیډ نه دی ګزار کړی،بلکې په ۷۵ سرعت سره، اما د ګوتو په کارولو او توپ تاوولو یې د پاکستان دیوال مات کړ او بیا د پاکستان پښه تکیه نه شوه.
خو راشد یوازې نن نه،بلکې ټولو لوبو کې له ۸۰ بیخي لاندې توپ نه دی کړی، چې دا یې د ټکیدو او نه ځلیدو غټ علت دی.
که د نه لوبیدو خبره وي راشد له یازویندرا چهال او کولدیپ پر دغو لوبغالو زیات لوبیدلی.
داسې چې راشد د انګلستان شل اوریزه لیګ دوه پړاونو د انګلستان هر لوبغالی لوبولی او نبي هم همداسې.
مجیب چې هیڅ ښه نه دی لوبیدلی بیا هم نن د یو داسې لوبډلې خلاف اخیستل کیږي،چې په پوره تجربه کاره لوبډلو هم غټ ریکارډونه جوړوي.
سره له دې چې سپېن بال مو ناکام هم بیا ولې پر ځای د دې چې چټک توپ اونکي شعبه مو قوي کړو برعکس هم مو توپ وهونکی کمیږي او هم چټک توپ اچونکی.
ولې؟
کپتان:
موږ د نړۍ هغه لوبې هم کتلې دي چې پکې مهندر سېنګ دوني له ویکټ ساتنې راغلی دستکش یې لري کړي او توپ اچونه یې کړې ده.
موږ ویرات کوهلي،اې بي ډیولرز لیدلي چې په داسې حال کې توپ اچونه ته راغلي لکه نن چې د افغانستان ټول توپ اچونکي تر برید لاندې راغلي او لوبډلې ته یې بریک ترو ورکړې ده.
کله چې ستا غښتلي توپ اچونکي تر برید لاندې نیول کیږي په کار ده چې یو داسې لوبغاړی هم په توپ اچونه کې استعمال کړې چې هغه هیڅ د توپ اچونې مسؤلیت هم ونه لري.
چې فار ټایم توپ اچونکی ورته وایی لکه (انګلستانی جي رووټ او هندی کیدرجادو)
ګلبدین نن ځکه پر ځان کانې وکړې چې پرله پسې یې یوازې پر خپلو ځانګړو توپ اچونکو تکیه کوله.
نجیب ښه اف برېک توپ اچونه کوي،حشمت هم همداسې او هم دا چې اضغر افغان نیمه چټک توپ اچونکی دی.
ولې دې ته توجه ونه شوه؟
خیر نائب به تر فیشار لاندې ؤ ،ولې اضغر،نبي یا هم راشد ورته دا مشوره ور نه کړه؟
د کریکټ پر لوبغالي به سخته خواري کوې بیا به لوبه ګټې.
ولې کوچنۍ تېروتنه نه یوازې د یوې لوبډلې د ماتې باعث کیږي بلکې داسې ریکارډونه هم پرې جوړیږي.
د مورګن لپاره د دولت ځدراڼ کېچ اچول د ریکارډي لوبې باعث شول.
دا هغه څه دي چې د افغانستان له یو څو لوبغاړو پرته د فېټنېس ټېسټ (امتحان)نیږدې نوره لوبډله په سلو کې ۲۵ فیصده هم کامیاب نه دي.
راتلونکي ګواښونه:
که افغانستان غواړي له دې حالت ووځي؛نو نوم ته دې نه ګوري،چې سټارک،ارچر،سټوکس،حسن علی، بومرا، بیوینشوار ،محمد عامر،او… راته بال کوي.
لومړی دې یو بل ومني/وزغمي/هغه څه چې تر منځ یې اختلاف ګرځیدلي هغه دې هېر کړي.
لږ تر لږه له بنګلادېش دې نقل ووهي چې شکیب په لومړۍ ویکټ توپ وهنې ته راځي او د ویسټینډیز تر ۳۰۰ پورته هدف پوره کوي.
دا کلونه کلونه وخت نیسي چې افغان لوبډله دې یوه ورځینی او ټېسټ کریکټ اوږد اننګز وکړي.
دوی باید خپله طبعي ګرمه لوبه وکړي؛خو ګرمه لوبه په دې مانا نه چې په هر توپ پسې دې بېټ خلاصیږي.
بلکې نسباً شل اوریزه لوبه کولی شي چې افغانستان ښه ولوبیږي.
دا اسانه نه ده چې افغان لوبډله دې مقابل اړخونه وګواښي؛خو مینوال یوازې ښه لوبه غواړي.
البته افغان ملت/کریکټ مینوال ځکه له افغان لوبډلې ښه لوبه کول غواړي چې د دې ملت په نوم ورباندې همدې نړیوال جام ته یو میلیون ډالر مصارف شوي دي.