د زونونو په کچه له ۱۹ کلنو د کم عمره سیالیو اتلولي بند امیر وګټله

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپږو زونونو ترمنځ د نهو ورځو راپدیخوا د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو پنځوس اوریزې سیالۍ پیل شوې وې، چی اتلولي یې پرون د بند امیر زون لوبډلې وګټله.
په پایلوبه کې بند امیر او امو زونونو لوبډلې مخامخ شوې، امو د ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۸ اورونو کې د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې بند امیر لوبډلې په ۴۹ م اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف پوره کړ.
36965799 2222048971143826 5343053175807016960 n د زونونو په کچه له ۱۹ کلنو د کم عمره سیالیو اتلولي بند امیر وګټله
فرمان زاخیل د امو زون لوبډلې ته ۸۰ منډې او بند امیر زون لوبډلې په ګټه اکمل خان ۵ ویکټې واخیستې او اصف موسی زي ۵۶ منډې جوړې کړې.
د پرونۍ پایلوبې غوره لوبغاړي جایزه د بند امیر زون تیز توپ اچونکي اکمل خان ته ورکړل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ د بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي د کرکټ بورډ له اړوندو څانګو مننه وکړه چی یادې سیالې یی په ښه شکل ترسره کړې او له لوبغاړو یی مننه وکړه چی په پوره او ښه ډیسپلین سره یی لوبې وکړې.
36831822 2222048747810515 9119741768856764416 n د زونونو په کچه له ۱۹ کلنو د کم عمره سیالیو اتلولي بند امیر وګټله
باید وویل شي چې نن په کابل او خوست کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د غازي امان الله خان لیست A پنځوس اوریزې سیالۍ پیل شوي چې نن څلور لوبډلې یعنې دوه یې په خوست او دوه په کابل کې د یو بل مقابله کوي.