د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو پیل شو

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پرون پنجشنبه پيل شو، چې په لومړۍ لوبه کې طوفان هریرود فوټبال لوبډله د اباسین څپې فوټبال لوبډلې په وړاندې ولوبېده.
په یاده لوبه کې طوفان هریرود فوټبال لوبډلې یو ګول پر صفر اباسین څپې ته ماتې ورکړه.

د پيل مراسم یې

د افغان فوټبال غوره لیګ د پيل مراسم خورا په شاندارو مراسمو سره ترسره شول او د لوبغاړو ترڅنګ پکې افغان چارواکو، افغان ځواکونو، سندرغاړو او ترانه ویونکو ماشومانو ګډون کړی وو.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې په یادو مراسمو کې یې ګډون کړی وو، یاد لیګ یې هیواد کې د سولي د پيلامې یوه نښه وبلله.
هغه دا لیګ د ټولو افغانانو د یووالي  سمبول یاد کړ.

لوبغالي کې مینوال

دا چې لا هم په هیواد کې د کورونا ویروس پيښي ثبتیري، خو تېره ورځ په لوبغالي کې په زرګونه نندارچیان راغلي وه او لوبغاړي یې له روغتیايي اُصولو په نه رعایتولو سره تشویقول.

دې لیګ کې لوبډلې

د افغان فوټبال غوره لیګ له پيله تر اوسه پورې اته لوبډلې شتون لري، چې دا اته لوبډلې په دوو ګروپونو کښي هر ځلې یو د بل په وړاندې لوبیږي.
د میوند اتلان، طوفان هریرود، شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، د سپین غر بازان، عقابان هندوکش، موجهای آمو او د اباسین څپې هغه اته لوبډلې دي، چې د افغان فوټبال غوره لیګ برخه‌والې دي.

د دې لیګ پچه اچونه

د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو پچه اچونه د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوه، چې په لومړي ګروپ کې شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او د میوند اتلان شامل دي، خو په دویم ګروپ کې یبا طوفان هریرود، سپین غربازان، موجهای آمو او د اباسین څپې لوبډلې ګډون لري.
د دې پچه اچونې په اساس پرون د پنجشنبې د تېر کال اتله لوبډله طوفان هریرود د اباسین څپې په وړاندې ولوبېده، خو نن جمعه بیا شاهین اسمايي د میوند اتلانو په وړاندې لوبیږي.

د دې لیګ د لومړي پړاو ( ګروپ) ټولي لوبې

پنجشنبه: طوفان هریرود د اباسین څپې په وړاندې
جمعه: میوند اتلان د شاهین اسمایې په وړاندې
دوشنبه: د سپین غر بازان د موجهای امو په وړاندې
سې شنبه: سیمرغ البرز د عقابان هندوکش په وړاندې
چهارشنبه: طوفان هریرود د موجهای آمو په وړاندې
پنجشنبه: شاهین اسمايي د عقابان هندوکش په وړاندې
جمعه: د سپين غر بازان د اباسین څپې په وړاندې
دوشنبه: سیمرغ البرز د میوند اتلانو په وړاندې
سې شنبه: طوفان هریرود د سپين غر بازانو په وړاندې
چهارشنبه: شاهین اسمايي د سیمرغ البرز په وړاندې
پنجشنبه: موجهای امو د اباسین څپې په وړاندې
جمعه: عقابان هندوکش د میوند اتلانو په وړاندې

د دې لیګ توپير د نورو کلونو سره

کورونا ویروس د ټولو چارو ترڅنګ د فوټبال چارې هم ټکنۍ کړې او زیاتې لوبې اوس د فوټبال په لوبغالي کې له مینوالو پرته ترسره کیږي.
خو افغان فوټبال فدراسیون وايي، چې د دې لیګ په سیالیو کې به مینوال د روغتیايي اُصولو په رعایتولو سره لوبغالي ته پرېښودل کیږي.
نور کلونه لوبډلو ته په زونونو کې د لوبغاړی د غوراوي پروسه ترسره کېدله، خو سږ کال دا پروسه لغوه شوه او د نوو لوبغاړو په شمول د تېر کال لوبغاړي کولای شي، سږ کال یو ځلې بیا سیالۍ ترسره کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.