ژباړه: صابر حمیدي
زینب محسیني وايي، که واتوانېده چې د امریکا کانګرس ته بریالۍ شي، نو د مهاجرینو، پناغوښتنکو او لږکیو د حقونو لپاره به مبارزه وکړي.
زینب محسیني، چې افغانۍ ده، د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته یې ځان نوماند کړی.
د معلوماتو له مخې زینب محسینې په ۲۰۰۳م کې د جنګ او جګړو له امله امریکا ته کډواله شوې او اوس د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس لپاره د اقلیتونو، خصوصاً د پناغوښتونکو له حقونو څخه دفاع کوي.
زینب محسیني په دې تړاو ویلي:
“د مهاجرینو، پناغوښتونکو او لږکیو پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی د دې لامل شوی، چې په متحده ایالاتو کې کانګرس ته ځان کاندید کړم. که بریالۍ شم، نو ډېرې موخې او پلانونه لرم.”
زینب محسیني د افغانستان په غور ولایت کې زیږېدلې او اوس د متحده ایالاتو تبعه ده.
۳۱ کلنه زینب د امریکا په ویرجینیا ایالت کې له خپلو دریو وروڼو او یوې خور سره ژوند کوي.
هغې د اړیکو په برخه کې لوړې زدهکړې کړې او دا مهال په ویرجینیا کې د ښځو د حقونو د اتحادیې غړیتوب لري.
۲۰۱۵م کې زینب د خپلې کورنۍ لومړنۍ غړې شوه چې لوړې زدهکړې یې بشپړې کړې. هغې لومړنۍ زدهکړې په هغه ښوونځي کې بشپړي کړې، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمېشنرۍ لخوا اداره کېږي.
د زینب مور هغه وخت خیاطه وه او پلار یې بې روزګاره وو.
ټاکل شوې د امریکا د کانګرس ټاکنې په راتلونکو لسو ورځو کې ترسره شي.
زینب وايي، باور لري چې د ښو اهدافو او پلانونو په مټ به د امریکا کانګرس ته بریالۍ شي.