
د بیان د ازادۍ کور وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په نژدې څلورو کلونو کې ۸۶ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
یاد سازمان د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځي په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریالانې کار نه کوي او له دندو لیرې شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، ښځینه خبریالانې له بېسارو ننګونو سره مخ شوې چې په کې وهلو، ګواښلو او حتی د بندیانولو پېښې هم شاملې دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، طالبان د ښځو پر زدهکړو او کارموندنې د محدودیتونو ترڅنګ د ښځینه خبریالانو فعالیتونه هم سخت محدود کړي دي.
خو طالبان وايي، دوی په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.