فیډل فرنېنډو: افغان لوبډله ګډوډۍ په ملا ماته کړې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

انډریو فېډل فرنېنډو د کرېک انفو لپاره په سریلانکا کې د خبرونو برخې مسئول دی، ده په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په اړه څرګندونې کړي دي.
نوموړي له افغان لوبډلې غوښتي، چې دا اوسنی روان حالت بدل کړي او له بدیلو لارو کار واخلي، دی وایي د دې ګډوډیو لپاره بدیل شته، تاسې ډېر فرصتونه لرئ، کولای شئ حالت تغیر کړئ.
فرنینډو له افغان لوبغاړو غوښتي، چې د شته استانتیاوو په لړ کې هڅه وکړي او لوبې ښې مخته یوسي.
دی وایي ټولې لوبډلې په نړیوال جام کې یو شان سهولتونه لري، د هوټل، د بس او روزنې اسانتیا هره لوبډله لري، دا افغان لوبډله هم لري، باید له دې اسانتیاوو ګټه واخېستل شي او هڅه وشي او د بې اتفاقیو او ګډوډیو مخه ونیسي.
په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې څلورو ماتو نړیوال هم حېران کړي او وخت نا وخت د افغان لوبډلې په اړه نظریات ورکوي، فرنېنډو وایي تاسې که خپله د توپان مخې ته کښتۍ ور ولئ، ملامت څوک دي، تاسې باید لستوڼي رابډ وهئ او دا کښتۍ له سمندري توپان وژغوري.
نوموړي افغان لوبډله له هغې کښتۍ سره تشبِه کړې، چې توپان په مخه کړې وي؛ نو دلته باید یوه ژغورونکې ډله شتون ولري، چې دا کښتۍ له هلاکت څخه وژغوري او بېرته یې عادي او مثبت حالت ته راوګرځوي.
AFG TEAM.jpg
دی وایي حضرت الله ځاځی فطري وړتیا لري، خو له بونسر او شارټ پیچ توپ سره یې ستونزه نه ده حل شوې، نوموړی د افریقا خلاف د حضرت الله ځاځي اوټ کېدلو ته اشاره کوي، هغه زیاتوي رباډا د ده پر وړاندې په لېګ سټم بونسر بال وغورځاوه، ده د لوبولو هڅه وکړه او یواځې یو ډګر ساتونکي چې سکوېر لېګ کې ولاړ و، د ده کېچ ونیو، فرنېنډو وایي د دغه شاټ د بریا په کچه پوره کمزورې وه.
دی وایي باید ځاځي ته د دغو توپونو د لوبولو لپاره لارښوونه وشي.
د امکان تر حده د لوبډلې دا حالت کمزوری دی او د کرکټ نړیواله شورا بیا هغه لوبډلې په سختۍ بشپړ غړیتوب کې مني، چې ځان ثابت نه کړي.
نوموړی وایي د افریقا خلاف د افغان لوبډلې ۷ وېکټې خورا ژر، ژر ولوېدې، یواځې د  راشدخان چټکې ۳۵ منډې وې، چې د افغانستان هدف ته یې لږ څه رنګ وروباخښه.
فېډل وایي دلته د غوراوي کمېټه وجود لري، هغه خلک چې په دې اړه تصمیم نیسي، ښایي په افغانستان دا اصول ومني، ځکه افغانستان ډېرې کمزورې لوبې کړي دي.
انډریو فېډل وایي؛ دا ډېره ګرانه ده، چې دا لوبډله ولې تر دې ځایه رارسېدلې ده، دې لوبډلې شل کاله مخکې مزل پیل کړ او دا دی اوس د نړیوال جام په لسو غوره لوبډلو کې ده، په رښتیا هم د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې مونږ څه نه شو ویلای.
د نجیب لله ځدران په نه لوبولو انتقاد
انډریو فېډل فرنېنډو د نجیب الله ځدران په کېنولو او د اصغر افغان په لوبولو هم انتقاد لري، هغه وایي تاسې د افریقا خلاف هغه لوبغاړی کینولی و، چې په منځنۍ برخه کې خورا ښه توپ وهنه کوي، د اسټرالیا خلاف یې پنځوسیزه ووهله، د نیوزیلېنډ خلاف یې ۴۱ منډې وکړې او د سریلانکا خلاف یې هم ۴۳ منډې کړې وې.
دی وایي تاسې د داسې لوبغاړي پرځای داسې یو لوبغاړی ولوباوه، چې هغه یواځې پنځه توپونه ولوبول او پنځم توپ یې د عمران طاهر ځولۍ ته ور وغورځاوه او په صفر بېرته دمه ځای ته ووت.
نوموړی وایي دا یوه تېروتنه وه، چې نجیب الله ځدران یې کېنولی و.
GettyImages 694318084 فیډل فرنېنډو: افغان لوبډله ګډوډۍ په ملا ماته کړې
هغه کاږي؛ ګلبدین نایب داسې انګېرله چې اصغر افغان پخوانی لوبډلمشر او مجرب لوبغاړی دی؛ نو ځکه یې هغه لوبه کې شامل کړ؛ خو د داسې یو لوبغاړي کېنول، چې توپ وهنه کې یې د افغان لوبډلې ملا تړلې وي، بیا د افغان لوبډلې منډې محدودوي، افغان لوبډله تر ۲۰۰ منډو هم ونه رسېده، که حالات همداسې وي، ایا بیا به ښه لوبغاړي مایوسه نه وي، ایا ډګر ساتونکي به افسوس نه کوي او ایا بالران به ښه توپ اچونه وکولای شي؟
فرنېنډو زیاتوي؛ د افغانستان لپاره داسې شدید وړاندیز نشته، چې لار ومومي، باید بیا داسې کوچنۍ تېروتنې تکرار نه کړي او سم مخته ولاړ شي.
د افغانستان په ډګر ساتنه د اڼدریوفېډل فرنېنډو نظر
انډریو وایي د افغانستان د ډګر ساتنې برخه لا هم د افغان لوبډلې لپاره د وژنې سره کرښه ده، دی وایي اصغر افغان په ترډ مېن کې د مِس فیلډینګ له امله په توپ ایسارولو کې پاتې راغی او څلوریزه ترې ولاړه.
نوموړی خپلې خبرې داسې غځوي؛ رحمت شاه هم کېچ وغورځاوه او توپ په بونډري ولګېد، هغه وایي ډېرې نورې تېروتنې هم وشوې، چې لوبډله یې باید راتلونکي کې ونه کړي.
فرنېنډو وایي له څلورو وروسته پایله دا ده، چې په نړیوال جام کې افغان لوبډله یواځېنۍ هغه ده، چې تر اوسه یې لوبه نه ده ګټلې.
خلکو له دې لوبډلې ډېرې هیلې لرلې، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳،  ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ م کلونو نړیوالو جامونو کې سریلانکا، هندوستان، پاکستان او انګلستان په بد حالت کې وو، خو دوی دومره نه وو لویدلي، لکه څنګه چې افغان لوبډله لوېدلې ده.
هغه مهال جامونو کې د دغو لوبډلو لوبې د خندا وړ وې.
هر ځل د روزونکو د بدلون امکان و، هرځل دوی د محکمې له خوا سخت نقض کېدل.
نوموړی وایي هغه وخت دا څلور لوبډلې ناوړه واکمنۍ په غېږ کې اخېستې وې او اوس همدغه حالت سره افغان لوبډله هم مخ ده.
مد هغه په وینا؛ د لوبغاړو په منځ کې هم درغلي شته، افغان لوبډله باید دا درغلي پرېږدي او اوس حالت داسې دی، چې لوبډله له زوال سره مخ شوې