افغان ورزشکاران د کرونا ويروس سره مبارزې کي برخه اخلي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
افغان ورزشکارانو ژمنه کړې چي ولس ته به د عامه پوهاوي په برخه کي د حکومت سره مرسته کوي.
د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي او قايې د عامه اړيکو دولتي کميټې مشر وحيد عمر د کريکټ لوبغاړو او نورو ورزشکارانو سره د کرونا ويروس په وړاندي د مبارزې لپاره کتلي.
وحيد عمر ورزشکارانو ته په هيواد کي د کرونا وروستي وضعيت تشريح کړ او د افغان حکومت د اقداماتو په اړه يې مالومات ورکړه.

ښاغلي وحيد وويل د کرونا ويروس د ټولني لپاره ستر خطر دی او روان حساس حالت د انديښنې وړ دی، د کرونا ويروس سره مبارزه افغان حکومت ته لومړيتوب دی او د هر ډول ممکنه لاري هڅه کوي چي ددې ويروس د خپريدو مخه ونيسي.
وحيدعمر د افغان لوبغاړو څخه غوښتنه وکړه چي د ټولنیزو رسنيو او نورو لارو خلکو ته د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
د افغانستان د کريکټ بورډ د ستراتيژيکو اړيکو سلاکار عبدالله بارکزي د هر ډول ملاتړ ژمنه کړې او اصغر افغان هم ويلي چي د عامي روغتيا وزارت سره په همږغۍ به لنډ روغتيايي پيغامونه تر خپلو هيوادوالو ورسوي.

د تکواندو مشهور لوبغاړي نثاراحمد بهاوي هم د دولت له يادي کميټې سره د پوره مرستي ډاډ ورکړ، پداسي حال چي بهاوي له وړاندي هم د کرونا ويروس څخه د مخنيوي په اړه لنډ پيغامونه خپاره کړي وه.