لیکنه: ولمه ځلا
خلیل زاد یو ځل بیا د افغان سولې لپاره په داسې وخت کې د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي چې حکومت او طالبان د بندیانو په خوشې کېدو کې یو بل سره ښې پایلې ته رسیدلي ول.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوټېر لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او کاري ټیم یې سره لیدلي دي.
شاهین لیکلي: “په دې غونډه کې د بندیانو په چټګ خلاصون، بین الافغاني سولې د پیل او موافقتنامې د بشپړ تطبیق په هکله تفصیلي خبرې وشوې.”
د نوموړي د معلوماتو له مخې په یاده غونډې کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر خاص استازي ډاکتر مطلق القحطاني هم حضور درلود.
خو زلمي خلیل زاد د یادې لیدنې او جزییاتو په تړاو تر اوسه په خپل ټوېټر پاڼه څه نه دي لیکلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم په خپل توېټر د حکومت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی و او زیاته کړې یې وه چې دغه پروسه دې ګړندۍ شي.
شاهین لیکلي و: “د بندیانو دا جریان کافي نه دی پروسه باید ګرنډۍ شي، چې په راتلونکي کې د بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي.”
همدا راز د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو دوه ورځې کې د حکومت له زندانو ۸۳ طالب بندیان خوشې شوي دي.
په دغه خبرپانه کې راغلي د خوشې شويو طالب بندیانو شمیر تر دې دمه ۹۳۳ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې ۳۱ تنه تیره ورځ او ۵۲ تنه نور یې وړمه ورځ د څرخي پله له زندان نه خوشې شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد طالب بندیان د ولسمشر د فرمان په اساس د سولې د پروسې او هېوادکې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه له زندانونو څخه خلاص شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه د حکومت له لوري ۹۳۳ طالب بندیان او د طالبانو له لورې ۱۲۰ ډېر بندیان خوشې شوي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په بنسټ د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو په موخه د مارچ میاشتې په لسمه باید د حکومت له زندانونو ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو له زندانونو ۱۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه خلاص شوي وای.