پاچاهي د جهان څه کړې ،د هغي سندري مطلع ده چې پدې وروستيو کې پر ټولنيزو رسنيو ډېره لاس پر لاس کېږي.
ثانيه اڅکزۍ سندرغاړې نده بلکې په امريکا کې د پوهنتون استاده ده.
ثانيې د بي بي سي پښتو سره په مرکه کې چې څو ورځې وړاندې يې ترسره کړې وه ويلي دي چې دا سندره يې د امريکا په يوه پوهنتون کې د کلني پروګرام لپاره د خپلو محصلينو د تياري لپاره ثبت کړې وه خو دې باور نکوی که پر انټرنيټ خپره سي بيا دې دومره لاس پر لاس سي،او د خلکو د تشويق سره دي مخ سي.
دا وايي سندره مي تر ثبت وروسته ملګرو واورېدله بيايې راڅخه غوښتنه وکړه چې ورسره شريکه يې کړم نو همدا لامل سو چې اوس يې د ډېريو کسانو توجه جلب کړې ده.
ثانيه وايي پښتانه د موسيقۍ مينوال دي او اوس په نړيواله کچه پښتانه سندرغاړي سته ، د هغوی سندري اورېدل کېږي، همدارنګه په يوټيوب او نورو ټولنيزو رسنيو کې يې سندري په مليونونو پښتانه ګوري او خوښوي يې،ددې په خبره پښتانه اوږد او دروند کلتور لري که بې احترامي ورته وسي نو بيا په هغه برخه کې هيڅ کار هم نه خوښوي.
دا وايي موسيقۍ يو هنر دی،مثبت حرکت او انسان له منفي او بدو کارونو څخه ځان پکښې ژغورلای سي او يو پيغام ترلاسه کولای سي.
ثانيه اڅکزۍ وايي په افغانستان کې د ځوانانو،مشرانو او ماشومانو ږغ نه اورېدل کېږي د هغوی غوښتنو ته توجه نکېږي نوځکه موسيقي يوه ذريعه ده چې ددې لاري خپله ستونزه،احساس او موضوع تر بل هرڅه په ښه ډول شريکه کړي.
ثانيه د افغانانو څخه ځکه خوشحاله ده چې دېته يې مينه ورکړې،احساس يې ورکړی او ډېره يې ستايلې ده، وايي داسي احساسوم چې زما اواز د پښتنو خوښېږي.
د سندري لينک:
https://youtu.be/JHL6ioZ2tqA