
په امریکا کې یو شمېر افغان کډوال، چې ناقانونه دې هېواد ته ننوتي د شړل کېدو له وېرې سره مخ دي.
دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.
ښاغلي ټرمپ ویلي، د دې اقداماتو موخه په متحده ایالاتو کې د ناقانونه وګړو شمېر کمول دي.
یو شمېر افغان کډوال چې له سختو لارو امریکا ته رسېدلي وایي، له ګڼو کړاوونو وروسته یې ځانونه دلته رسولي خو اوس وېرېږي چې بېرته به خپل هېواد ته وشړل شي.
په امریکا کې مېشت یو افغان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، “په شاوخوا یوې دوو میاشتو کې مو د لسو تر دولسو هېوادونو سفر وکړ، له ځنګلونو مو لار واخیسته او بالاخره د مکسیکو له لارې امریکا ته ننوتو”.
د دې افغان کډوال په ټکو، “اوس مو ویره دا ده چې بیرته مو افغانستان ته ونه شړي”.
بل افغان پناه غوښتونکي چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي وايي، “زه د امنیتي ستونزو له امله مجبور شوم چې ناقانونه امریکا ته ننوځم، خو که بېرته افغانستان ته وشړل شم، ژوند به مې له جدي خطر سره مخ شي.”
د کډوالو د حقونو د فعالانو اندېښنې
د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې که افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، نو له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.
د یونان د کډوالو د ټولنې مشر او د اروپا په کمیسیون کې د کډوالو د چارو کارپوه یونس محمدي وایي، “که چیرته دا کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي، نهیوازې به خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړي، بلکې ډېر یې ښایي له سیاسي ستونزو سره هم مخ شي، ځکه چې ځینو یې له مخکني حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی.”
امریکا د کډوالو ایستل پيل کړي

رویټرز خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۱مه راپور ورکړ چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان له پلي کېدو وروسته، د پنجشنبې په ورځ ۱۳۵ پناه غوښتونکي، چې ډېری یې د اسیا له هېوادونو دي له امریکا نه کاسټاریکا ته استول شوي دي.
د کاسټاریکا د امنیت مرستیال وزیر عمر بادیلا ویلي چې دغه کډوال د افغانستان، ازبکستان، چین، ارمنستان، ترکیې، روسیې، جورجیا، ویتنام، اذربایجان، ایران، اردن، قزاقستان او ګانا له هېوادونو دي. هغوی ته د یوې میاشتې لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې، تر څو د بېرته ستنېدو پروسه تنظیم شي.
په دې ډله کې د افغان کډوالو شمېر ۹ تنه ښودل شوی.
د پاناما حکومت هم افغان کډوال ایستلي دي
له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاناما حکومت له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو یوه ډله، چې افغانان هم په کې شامل دي د دارین په ځنګل کې یوه استوګنځي ته لېږدولې دي.
دارین ځنګل، چې د پاناما په سویل کې موقعیت لري په وروستیو کلونو کې د هغو کسانو د تګ راتګ مسیر ګرځېدلی چې غواړي امریکا ته ننوځي.
رویټرز خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۰مه د پاناما د امنیت وزارت په حواله راپور ورکړی چې د پاناما په یوه هوټل کې ۲۹۹ کډوال اوسېدل، چې ۱۳ تنه یې خپلو هېوادونو ته استول شوي، ۹۷ تنه یې دارین ته لېږدول شوي او پاتې ۱۷۵ تنه لا هم په هوټل کې مېشت دي.
په دې کډوالو کې له افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام څخه راغلي کسان شامل دي.
خو افغان کډوال بیا وايي، په بد وضعیت کې یو.
په مکسیکو کې یو افغان کډوال، چې د پاناما د افغان کډوالو له وضعیت خبر دی، ویلي،”دوی په ډېر بد وضعیت کې دي، دومره بد چې ښایي بېرته ستنېدو ته اړ شي.”
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې څومره افغان کډوال د دارین ځنګل ته لېږدول شوي دي، خو د راپورونو له مخې د افغان کډوالو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
Be the first to comment