په هند کې ۱۶ مهاجرين وژل سويدي.

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
په هندوستان کې ۱۶ مهاجرین د ريل کاډۍ پر پټلۍ د خوب له کبله وژل سوي.
د المان خبري اژانس ته په ورکړل سويو مالوماتو کې راغلي چې تيره شپه ۲۰ کسان د ريل ګاډۍ پر پټلې ويده سوي وه چې سهار مهال ورباندې باروړونکې ريلګاډۍ راغلې ۱۶ کسان یې وژلي او يو تن ټپي دی.
دا پيښه د ممبی په ۳۹۰ کيلومترۍ کې رامنځته سوې.
20200508 1819008699758703395725200 په هند کې ۱۶ مهاجرين وژل سويدي.
د ممبی د پوليسو وياند ويلي: ” مهاجرينو فکر کړی چې د کرونا ويروس د قرنطین له کبله هيڅ بار وړونکې ريلګاډۍ سفر نکوي او ياهم شاید دوی انتظار وه چې کلیو او بانډو ته په ریلګاډيو کې سفر وکړي، ۱۶ کسان وژل سوي او يو کس ټپي دی چې روغتون ته مو انتقال کړیدی.