
پاکستاني چارواکي وايي، له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پلان ” قطعي او حتمي” دی.
دغه خبره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، نن چهارشنبه ( فبرورۍ په۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، له دغې پریکړې یوازې هغه افغانان استثنا دي چې د پاکستان قانوني ویزه ولري.
نور هغه افغان کډوال چې د ( ACC ) او ( PoR ) په نوم کارتونه لري، د اخراجېدونکو په ډله کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اخراج لړۍ به نژدې راتلونکې کې له اسلام اباد او پنډۍ څخه پيلیږي او بیا به ټول پاکستان ته غځیږي.
اسلام اباد کې طالب ډيپلوماتانو ویلي، دوی د پاکستان د دغې سملاسي پریکړې په اړه اندیښمن دي.
پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري د پاکستاني چارواکو په حواله وویل، ټول افغانان پرته له هغو چې معتبرې ویزې لري، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر وروستۍ نیټې له اسلام اباد او راول پنډۍ څخه ووځي.
هغه افغانان چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، د مارچ تر ۳۱مې پورې پاکستان کې د اوسیدو وخت ورکړل شوی دی.