
د پاکستان حکومت هغه افغان کډوال چې د ACC او POR کارتونه لري، له دې هېواده شړي.
د پاکستان حکومت تازه ویلي، هغه افغانان چې د ای سي سي”افغان تابعیت کارتونه”، پي او ار “د کډوالو د ثبت کارتونه” او دریمو هېوادونو ته په تمه دي، باید له اسلام اباد او د پاکستان له نورو ښارونو ووځي.
د پاکستان د حکومت دا تازه څرګندونې د فبرورۍ په لومړی نیټه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لويې کمېشنرۍ ” UNHCR” او د کډوالو نړیوال سازمان ” IOM” پر خپل یو ټیلګرام چینل په یو بیان کې خپرې کړي دي.
د بیان په ټکو، د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته د روان کال د جون تر ۳۰مې او هغه افغانان چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۰مې وخت ورکړی چې له اسلام اباد او د پاکستان له نورو ښارونو ووځي.
د پاکستان حکومت ویلي، که چیرته افغان کډوال له ټاکل شوو مهلتونو سرغړونه وکړي د نیولو او جبري ایستلو له ګواښ سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالو نړیوال سازمان د پاکستان دا پریکړه غندلې او ویلیي دي، د دې پریکړې د تطبیق په اړه به د پاکستان له حکومته وضاحت وغواړي، څو د کډوالو حقونه خوندي شي.