
افغان لوبډله په نړیوال جام کې د اټکلونو او توقعاتو خلاف په لویدلي حالت واوښته؛ له نړیوال جام وړاندې نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ویل، چې دوی کولای شي لومړي پړاو کې لوبډلې ماتې کړي او مُرال یې یې لوړ دی.
ورپسې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان وویل دوی به تر نیمه پایلوبې ځي او لومړي پړاو کې به لوبډلې ماتوي.
کېن ویلیمسن د نیوزیلېنډ لوبډلمشر له افغان لوبډلې وېره ښودلې وه؛ خو د جون په ۸مه نېټه یې له وېرې پرته افغان لوبډله ماته کړه.
د افغان لوبغاړو مورال د لوبغالي پرمخ خورا کمزوری ښکاري.
اصغر افغان تر اوسه نړیوال جام کې نه دی لوبېدلی او درې لوبو کې پرله پسې ۱۱ کسیز نوملړ کې نه دی شامل شوی.
د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکي په دې آند دي، چې افغان لوبډله د اختلافونو ښکار ده، له داخلي پلوه ستونزې زیاتې دي او لوبغاړي هم همدې فشارونو او اختلافونو په لوبو کې له ماتو سره مخ کړي دي.
د افغان لوبډلې اختلافونه کله پیل شول؟
کله چې له نړیوال جام وړاندې افغان کرکټ بورډ په یوه بې سارې پرېکړه کې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړ؛ نو د لوبغاړو ډلبندي او ستونزې زیاتې شوې.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان د هندوستان سوداګریزلیګ څخه په ټویټرونو دا پرېکړه وغندله او کرکټ بورډ څخه یې غوښتي وو، چې دا پرېکړه بېرته واخلي.
دې پرېکړې اصغر افغان هم له کرکټ بورډ مرور کړ؛ د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې شا او خوا ۲۴ لوبغاړي سهیلي افریقا ته د کېمپ یا تمریناتو لپاره واستاوه؛ خو اصغر افغان پکې ځکه نه و، چې هغه یې له مشورې پرته له لوبډلمشرۍ لرې کړی و.
کابو دوه اوونۍ د کرکټ بورډ د مشر عزیزالله فضلي او پخواني لوبډلمشر ترمنځ په کابل کې جرګه روانه وه او بالاخره د عزیزالله فضلي له خوا اصغر افغان دېته چمتوکړل شو، چې د ګلبدین لوبډلمشري ومني.
اصغر افغان چې په هر ډول و، دېته راضي شو، چې افریقا ته ولاړ شي او هلته له ګلبدین نایب سره لوبډلمشري ومني.
له دې وروسته ګلبدین نایب وویل، چې د دوی لوبغاړي یو بل سره پوره اتفاق لري او متحد دي.
عزیزالله فضلي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې افغان لوبغاړي بالکل خوښ دي او د ګلبدین لوبډلمشري یې منلې ده.
دا ناندرۍ تر هغې غلې وې، ترڅو چې لوبډله د نړیوال جام په پیل کې د تمریناتي لوبو لوبوونکې شوه.
سکاټلېنډ څخه مو یوه لوبه په خورا ښه انداز وګټله، ایرېنډ سره مو سیریز یو د یو پر وړانډې مساوي کړ.
له پاکستان مو تمریناتي لوبه وګټله؛ خو د پاکستان د لوبې په اوږدوکې د شهزاد ټپي کېدو او لوبې لېرېدو کېدو یو ځل بیا افغان ملت د شک حالت ته بوته.
د کرکټ افغان شنونکي او د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وايي، چې ستونزه په کرکټ بورډ کې ده، لوبغاړي یې په بې اتفاقیو اخته کړل او هیلې یې ورته ووژلې.
ډېری کرکټ مینوال وایي له ګلبدین نایب سره لوبغاړي ښه لوبه نه کوي او باید ګلبدین لوبډلمشري پرېږدي.
د ځېنو لوبغاړو لکه محمدنبي، راشدخان، شهزاد محمدي او رحمت شاه نه ځلېدل هغه څه دي، چې هېوادوال یې د اختلافاتو پایله بولي.
شهزاد له لوبډلې د ټپ له امله ډراپ شو او اکرام علي خېل لوبډله کې شامل شو.
اصغر افغان چې په ټپي حالت کې یې لوبه کوله اوس روغ جوړ ناست دی او لوبه نه کوي او حال دا چې د توپ وهونکي کمبود هم دی.
افغانان وایي که لوبغاړو کې ستونزه وي، باید کرکټ بورډ او د رهبرۍ غړي لاس په کار شي او ستونزه د معقولو لارو او اصولو پر بنسټ حل کړي او که کرکټ بورډ کې ستونزه وي باید لوبغاړي خپل غږ پورته کړي.
افغانان سپیناوی غواړي او د لوبډلې او لوبغاړو ځلیدل غواړي.
کرکټ بورډ د هېوادوالو پوښتنو کوم ځواب لري، که یې لري نو باید رسنیو ته راشي او د هېوادوالو پوښتنو ته ځواب ووایي.