افغان حکومت د سولې هڅې او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د خپلو لومړیتوبونو په توګه ټاکلي، یا فضا دغسې ده چې په طبیعي ډول پر دغو اړخونو زیات تمرکز ولري.
پاکستان، چې افغانستان یې ستراتیژیک عمق او د سیاستونو سرټکی دی، د تل په شان د افغانستان د وضعیت په اړه بې تفاوتي نه کوي.
پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د عمران خان له دې ژمنې سره راغلی و، چې دوی به د طالبانو مشران خامخا د سولې طالب ـ امریکا د مذاکراتي ناستې پرمهال له افغان پلاوي سره خبرو ته کینوي.
له دې او نورو انکشافاتو ښکاري، چې پاکستان د افغان سولې او ټاکنو په مسئله کې د یوې بلې لوبې پلان لري. دا لوبه او پلان څه کیدای شي؟
اغفالول او فرصت وژنه
پاکستان د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته په بیا ـ بیا ډول په یوه نوې بڼه د افغان لوري د اغفالولو او فرصت وژلو لوبه کړې ده.
دا ځل بیا دغه هېواد همداسې یوې نوې لوبې ته چمتو ښکاري.
پاکستان د افغان حکومت او ملت د ضعف ګڼې نقطې موندلي، چې بیا ـ بیا یې پخپله ګټه کاروي.
له هغو ضعف نقطو څخه یوه مهمه یې همدا د سولې مسئله ده.
پاکستان په وروستیو کې له دې کبله د امریکا تر سخت فشار لاندې و، چې نه یې له امریکا سره په لوړه کچه د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د ملګرتیا ژمنې عملي کړي او نه یې د افغان سولې او ثبات په تامین کې کړې وعدې پوره کړي.
پاکستان په دغه وضعیت کې خپله اجاروي ډله ( وسله وال طالبان) د روسانو ملګري کړل څو امریکایان پرې بیرته ځانته را مات او پر افغان جګړې او سولې دلالي لا پياوړې کړي.
د امریکا او طالب نوی تعامل
پنجاب څو اونۍ مخکې وکړای شول، چې طالب استازي له امریکایي لوري سره جرګه او د نسبي همکاریو په وعدو وغولوي.
د دغو وعدو او غوښتنو لړۍ تردې حده وه، چې امریکایان یې په یو ډول د افغان ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو ته وهڅول.
وېل کیږي، چې طالبانو امریکا ته د ځینو شرایطو د پوره کیدو په صورت کې یې ډاډ ورکړی، چې دوی به یې په افغانستان کې له پوځي حضور سره موافقه وکړي.
د طالبانو یو بل شرط د ټاکنو ځنډول او له انتخاباتو پرته د جوړجاړي په وسیله پر یوه ګډ موقت حکومت خبرې ښودل شوي.
اوس داسې ښکاري، چې افغان ولسمشریزې ټاکنې د همدغو مذاکراتو تر سیوري لاندې د ځنډ په طرف روان دي.
پاکستان او طالبان تمه لري، چې د ټاکنو د درې میاشتیني یا شپږ میاشتیني ځنډ په موده کې به یا له امریکایانو سره کومې هوکړې ته ورسیږي او یا به یې لږترلږه د ټاکنو له ځنډ سره پر ټاکنو، اوسني نظام او له افغانستانه د امریکا پر ملاتړ د خلکو باور ته صدمه رسولې وي.
د افغان حکومت کمزورۍ
د ټاکنو او سولې بحث کې د پاکستان او طالبانو د بدنیتۍ او منافقت ترڅنګ د افغان حکومت کمزورۍ هم د هېرولو نه دي.
حکومت نه د سولې په برخه کې دومره پیاوړی او مدبر ثابت شو، چې په مستقیم ډول له پاکستان سره کامیابه لوبه وکړي، یا وسله وال طالبان د ځینو مهمو ډلو په کچه سولې ته راولي.
نه یې د ټاکنو په برخه کې هغومره پیاوړي کمیسونونه او نور تدابیر رامنځته کړل، چې د ټاکنو د په وخت ترسراوي لپاره د حکومت او مسولو ادارو پر وړتیاوو او ژمنو سم باور وشي.
ټولو نه بد تاوان، چې د ملي یووالي حکومت په وروستیو کلونو کې افغانستان ته واوښت، د مهمو او لویو مسایلو په اړه د تېر خلاف د نسبي ملي او سیاسي اجماع له منځه وړل و.
حکومت ونه توانیده، چې مقتدر سیاسي جریانونه حد اقل د لویو ملي مسایلو په سر سره همغږي او را ټول وساتي.
دا د حکومت هغه کمزوري ده، چې بهرنیانو ته یې له ډېرو مهمو ملي پروسو څخه د حکومت د منزوي کولو پلمه په لاس ورکړه.
اوس څه وشي؟
په حکومت کې د دفاع او کورنیو چارو د نویو سرپرستو پاکستان ضدو وزیرانو ګومارنه که څه هم ډېره ناوخته وشوه، خو د دې یو فرصت کیدای شي چې لږ ترلږه د پاکستان او طالبانو په اړه یوه نسبي سیاسي اجماع بیرته رامنځته شي.
حکومت که څه هم ظاهراً د پاکستان مقابلې ته ځان با اراده او چمتو ښيي، خو ترهغې چې ټول سیاسي قوتونه له ټولو ملاحظو وراخوا د پاکستان او طالب پر وړاندې یوه خوله او متحد نه شي، سخته ده چې د دوی پر وړاندې کامیابه او موثره لوبه وکړای شوو.
حکومت او سیاسي مخالفینو ټولو ته یې لازمه ده، چې د وړو مسایلو له هېرولو سره د لویو مسایلو د ښه مدیریت لپاره سره نیږدې او د ځان او ملت د ګډو دښمنانو په مقابل کې ګډ نظر او عمل ولري.