
نژدې یو ساعت وروسته افغان کرکټ ملې لوبډله د اتلانو جام یا جمپینیز ټرافي په یوه مهمه او برخلیک ټاکنې لوبه کې له استرالیا سره د لوبې میدان ته ښکته کیږي.
دا لوبه د پاکستان په هغه لوبغالي کې ترسره کیږي، چې تیره ورځ افغانې لوبډلې په کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لاهور ښار دغې لوبغالی ته د افغان لوبډلې ډیر شمیر مینواله هم ورټول شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فېسبوک پاڼې د لوبغاړو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، لوبغاړي د لاهور ښار د قذافي لوبغالی ته رسیدلي دي.