افغان فوټبال لوبډلې حکومت ته د غوښتنو تر پوره کیدو ضرب الاجل ټاکلی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړي وايي که تر راتلونکي چهارشنبې د دوی سرنوشت مالوم نه سي دوی به د کويټ په وړاندي د فيفا د درجه بندۍ ډيره مهمه سيالي ترسره نکړي.
د دوی په وينا چي حتی د تمريناتي او دوستانه لوبو د کولو لپاره هم امکانات او بوديجه نلري.
د ملي لوبډلي روزونکی انوش دستګير وايي، فزيوتراپ او ډاکتر لا له وړاندي د ملي لوبډلي د مرستي څخه لاس په سر سوي او ترهغې يې د بيرته راتګ څخه ډډه کړې ترڅو چي د فوټبال فدراسيون ستونزي نه وي حل سوي.
د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړو له خلکو څخه هيله کړې که ترچهارشنبې وروسته د دوی په تن کي د ملي لوبډلي لباس نه وو، نو نه دي خواشيني کيږي.
ددوی په وينا که څه هم افغانستان له کويټ سره د راتلونکي مارچ مياشتي په ۲۳مه نيټه لوبه لري، خو موږ د خپل حق غوښتلو او سرنوشت ټاکلو په خاطر ياده لوبه نه ترسره کوو او نور د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي لباس نه په تن کوو.
وروسته تر هغې چي څو مياشتي وړاندي د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبډلي پخوانۍ مديري خالدې پوپل، د دغه ټيم روزونکي کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو
د فوټبال فدراسيون د رئيس کرام الدين کرام په ګډون څو مسؤلان په جنسي ځورونه تورن کړل، د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه لويي څارنوالۍ د يادي موضوع اړوند تحقيقات پيل کړل.

لويي څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ریس کرام الدين کرام په ګډون د ۶ کسانو دندي وځنډولې، او همدارنګه د کرام په ګډون پر ۵ غړيو د هيواد څخه پر وتلو بنديز ولګيدی.
همدارنګه د فوټبال نړيوال فدراسيون هم د ۹۰ ورځو لپاره کرام الدين کرام د فوټبال په برخه کي د هيواد دننه او دباندي د هر ډول فعالیت څخه منع کړ.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستيال محمد یوسف کارګر د لویي څارنوالۍ له خوا د دندي د ځنډېدو د حکم له رفع وروسته بيرته خپلې دندي ته راوګرځېدی.
د فوټبال فډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي، خو د افغانستان لويه څارنوالي او د کورنيو چارو وزارت د سويو ادعاوو په اړه لاهم څېړني کوي.
اوس پوښتنه دا ده چي د ملي لوبغاړو سرنوشت به څه کيږي؟
ايا حکومت به د دوی ضرب العجل ته مثبت ځواب ووايي او که به د افغانستان فوټبال له خاورو سره خاوري سي؟ دا به وروسته معلومه شي.