افغان نندارتون په هندوستان کې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هند په حيدراباد کې د افغان خوړو په نامه لس ورځنی فيسټيوال پيل سو.

دا نندارتون د اپريل مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د سفارت له لورې او د ډهلي بسډ موسيسې په ملاتړ پيل سويدی چې د همدې مياشتې تر لسمي نېټې پوري به دوام ولري.

پدې فيسټوال کې د افغاني خوړو ترڅنګ مېوې هم نندارې ته وړاندې سويدي او ددې ترڅنګ د افغاني جامو ننداره ترسره کېږي .

په حيدراباد کې افغان قونسل جنرال محمد سليمان کاکړ ويلي چې هندوستان هرکله په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی او هيله من دی چې دا نندارتون به د افغانستان او هندوستان پر ډيپلوماټيکو او کلتوري اړيکو لاښه اغېز وکړي.

د افغان خوړو په نامه نندارتون کې د افغانانو ترڅنګ ډېريو هنديانو هم ګډون کړی او د افغانستان د بيلابيلو قومونو او کلتورونو جامې نندارې ته وړاندې کوي.

افغانه ډيزاينره ناديه کاکړ ددې نندارې د فيش شوو ترتيب او دافغانستان د غني فرهنګ دوړاندې کولو مسوليت په غاړه لري.

ورينا حسين چې د باليووډ سېنما ته يې د نيږدې دوو کلونو راهيسي مخه کړې هم ددې فيسټوال ګډونواله ده.

دې پر خپل ټويټر اکاونټ په افغاني جامو کې خپل انځور خپور کړی همدارنګه په يوې ويډيو کې ښکاري چې دا په افغاني کالو کې ماډلينګ ترسره کوي.

راځئ ددې نندارتون بيلابېلې برخې په انځورونو کې ننداره کړو.