خبريال: مدثر دعوت
د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي ويلي چې د يوې معتبري افغاني کمپنۍ سره يې تړون لاسليک کړی.
صحرا کريمي چې د افغان سېنما د تاريخ لومړنۍ ښځينه رئيسه ده پر خپل ټويټر اکاونټ يې ليکلي چې د سېنمايي تبليغاتو، د مستند او داستاني فلمونو جوړولو، د سېنمايي پروګرامونو جوړولو او د لاجور په نامه د افغان سېنما د يوازنۍ ملي نندارې د جوړلو لپاره يې د ( Dynamic Vision) په نامه کمپنۍ سره د همکارۍ تړون لاسليک کړی.
د افغان فلمونو د نويو لاسته راوړونو له جملې څخه څو ورځي وړاندې د افغان فلم رئیسي خبر ورکړی وو چې د لاجورد تر سليک لاندي لومړنۍ ننداره ترسره کېږي.
د افغان فلم ملي فستوال په پنځو اصلي او پنځو فرعي برخو کې وړاندي سويدی چې لا تر اوسه ددې جشنوارې د پرانيستلو دقيقه نېټه نده په ډاګه سوې.