افغان فلم د غازي امان الله خان په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندي کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان جوړ سوی فلم د کابل په سينماو کې نندارې ته وړاندي کېږي.
د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې غواړي د افغان فلم له لوري د شاه غازي امان الله خان په اړه مستند فلم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ۱۰۱مې کليزي په وياړ په پلازميني کابل کې نندارې ته وړاندي کړي.
نوموړې په خپل ټويټ کې پر انځور د شاه غازي لنډ ژوند ليکلی او د سېنماوو پته يې ياده کړې.
ياد فلم د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اګسټ په اتلسمې نيټې په اريانا او د پارک په سېنما کې نندارې ته وړاندي کيږي,چې لارښود يې  حسيب نبي زاده ښودل سوی.
سينما ته د صحرا کريمي په راتګ سره په افغان فلم کې ډېر مثبت تغيرات ليدل کيږي، چي د ( حوا،مريم،عايشه ) فلم يې يوه ښه بيلګه ده.