د افغان لوبډلې په اړه د نړیوالو کرکټ پوهانو نظرونه؛ راشد له وهاب ریاض سره برابر شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 د تیرې سه شنبې په ورځ افغان لوبډلې د انګلستان خلاف د نړیوال جام ۲۴ مه لوبه په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې وکړه، د کرکټ یو شمېر شنونکي وایي دې لوبه کې افغان لوبډلې ته د درې برخو اړتیا وه.
د کرکټ تحلیلګرانو په وینا؛ افغانستان باید ټاس ګټلی وای، خو داسې ونه شول، دوهم دا چې لمر بالکل ځلېده، هیڅ باران ونه شو، چې لوبه بې پایلې شوې وه، دریم دا چې افغان لوبډله ډېره پورې په پلان ښکته شوې وه، خو توپ اچونه او ډګر ساتنه کې تر ډېره ناکامه شوه.
د شاردا اوګرا په نامه شنونکی په کرېک انفو وېب پاڼه کې لیکي، چې د افغانستان د سپېن بالېنګ لپاره باید تکړه روزونکی وجود ولري، ځکه د افغانستان سپېن بالېنګ ډېر ځواکمن دی، که لږ کار ورسره وشي، لا به ښایسته شي.
د راشدخان ارمان وړمې ورځې لوبه او توپ اچونه
اوګرا وایي افغان لېګ بریک بالر راشدخان ارمان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان لپاره خورا ښه بالر تمام شوی، په نړۍ کې یې د دوهم نمبر بالر ځای نیولی و، په وېکټو کې هم دوهم بالر و، دا لوبغاړی د ایرلېنډ، زِمبابوې او ویسټ انډیز پر وړاندې لوبوکې د خورا ځلېدو له امله هرچا پېژانده، هغه خورا ښه ګوګلي بال غورځوي او په سپېن بالرانو کې له نامتو توپ اچوونکو څخه دی.
ده به هر وخت له نورو لوبغاړو سره یو ځای د افغانستان بېرغ رپاوه؛ خو انکلستان پرون د جون په ۱۸ مه نېټه دا لوبغاړی دومره وټکاوه، چې د افغانستان بېرغ یې هم خفه کړ.
راشدخان په نړیوال کې جام یواځې درې وېکټې اخېستي دي، شاردا وایي، راشدخان تر اوسه پورې په نړیوال جام کې د غوره توپ اچونې ریکارډ نه لري، دی غواړي چې د خپل بالېنګ بیسټ جوړ کړي؛ خو تر ډېره پورې بریالی شوی نه دی.
راشدخان د وړمې ورځې لوبې په اوږدو کې له مورګن څخه  کېچ وویست، دا مهال مورګن ۳۷ منډې جوړې کړې وې؛ خو دولت ځدران د راشدخان په اوور کې اسانه کېچ ډراپ کړ او له هغې وروسته مورګن په راشدخان دوه شپږیزې هم ووهلې.
انګلستان په وروستیو اته اورونوکې پر افغان بالرانو ۱۲۵ منډې وکړې.
rashid khan.jpg
مخکې راشدخان په ۱۳ اعشاریه ۷۹ اوسط توپ اچونه کړې وه، د ده ایکانومي په یو ورځنیو لوبوکې ۳ اعشاریه ۵۱ وه او یواځې پرې ۴ شپږیزې لګېدلې وې.
خو پرونۍ لوبه کې پرې ۱۱ شپږیزې او ۳ څلوریزې ولګېدې او ایکانومي یې هم له ۱۲ بره وه.
راشدخان او له نورو توپ اچوونکو سره یې ریکارډ
راشدخان لپاره د جون ۱۸ مه نېټه د سه شنبې ورځ د توپ اچونې بدترینه ورځ وه، نوموړی د نړۍ په کچه دوهم توپ اچوونکی شو، چې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې زیاتې منډې ورکوي.
د یو ورځنیو لوبو په بالرانوکې لومړی بالر چې زیاتې منډې یې ورکړي اسټرالیایي مېک لیویس دی، هغه په ۲۰۰۶ م کال کې  د افریقا خلاف یوه لوبه کې ۱۱۳ منډې ورکړې وې او کومه وېکټ یې نه وه اخېستې.
دوهم توپ اچوونکی بیا راشدخان شو، چې په ۹ اورونوکې یې د انګلستان خلاف په ۲۰۱۹ م کال کې ۱۱۰ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانخېسته.
دریم بالر بیا پاکستانی وهاب ریاض دی، هغه په ۲۰۱۶ م کال کې د انګلستان خلاف په ۱۰ اورونوکې ۱۱۰ منډې ورکړې وې او وېکټ یې نه وه اخېستې.
هندوستاني بونېشور کومار په ۲۰۱۵ م کال کې د افریقا خلاف لوبه کې ۱۰۶ منډې ورکړې وې او یوه وېکټ یې اخېستې وه.
او سریلانکایي نووان پراډیپ په ۲۰۱۷ م کال کې د هندوستان خلاف په لس اورونوکې ۱۰۶ منډې ورکړې وې او کومه وېکټ یې نه وه اخېستې.
راشدخان د نړۍ په کچه دوهم بالر شو، چې په ۹ اورونوکې زیاتې منډې ورکوي.