دا چې افغان لوبډلې په تېرو لس کلونو کې خورا پرمختګ کړی او لوبغاړي یې ښه ځلېدلي دي، نو د افغان لوبډلې په پرمختګ د کرکټ نړیواله شورا هم قانع ده او د دې لوبډلې لاسته راوړنې یې نه دي هېرې کړي.
افغان لوبډله اوس د هغو ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو لوبډله نه ده، بلکې اوس ترې د نړۍ سترې لوبډلې وېره لري او په ډغره وهلو کې ورڅخه ډار حس کوي.
دا چې افغان لوبډلې ته ځېنې ځوان لوبغاړي راغلي نو ورسره جوخت افغان لوبډلې لا پياوړې شوې او د پرمختګ پر زینه مخ په بره روانه ده.
اوس تازه د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې افغان لوبډلې پکې زِمبابوې وروسته کړې، ایرلېنډ، سکاټلېنډ او عربي متحده امارات خو هسې هم له افغان لوبډلې وروسته دي.
د کرکټ نړیوالې شورا لومړی د ټېسټ لوبو لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې د لس لوبډلو په منځ کې د افغان لوبډلې نوم نشته او نوم یې ځکه نشته چې افغان لوبډلې تېر کال د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ او تر اوسه یې یواځې یوه لوبه کړې ده.
د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې شاملې لوبډلې
هندوستان د ۱۱۶ نومرو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی، دې لوبډلې تازه اسټرالیا ته په لوبلړۍ کې ماته ورکړه، لوبلړۍ یې دوه د یو پر وړاندې وګټله.
سهیلي افریقا؛ دا لوبډله د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې ۱۱۰ نومرې لري او دوهم ځای یې خپل کړی دی.
دې لوبډلې اوس تازه له پاکستان څخه درې ټېسټ لوبې پر له پسې وګټلې او دوهم ځای کې ده.
انګلستان؛ دې لوبډلې په ټېست درجه بندۍ کې ۱۰۸ نومرې ترلاسه کړي او د نوملړ دریم ځای یې قایم کړی دی، دې لوبډلې وړاندې نیوزیلېنډ او بیا سریلانکا ته ماتې ورکړې.
نیوزیلېنډ؛ دې لوبډلې ۱۰۷ نومرې اخېستي او د نومرو په جدول کې څلورم مقام کې ده، دې لوبډلې هم د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې سریلانکا ماته کړه.
اسټرالیا ۱۰۱ نومرې لري، پنځم ځای کې ده، سریلانکا ۹۱ نومرې لري شپږم مقام کې ده، پاکستان په ټېسټ لوبو کې ۸۸ نومرې لري اووم ځای یې نیولی، ویسټ انډیز د ۷۰ نومرو په لرلو سره اتم ځای کې دی، بنګله دېش د ۶۹ نومرو په لرلو سره نهم مقام خپل کړی او زِمبابوې بیا ۱۳ نومرې اخېستي او لسم مقام کې ده، که افغان لوبډلې ته ټېسټ لوبلړۍ ورکړل شي د بنګله دېش او زِمبابوې خطر شته.
د یو ورځنیو لوبو نوې درجه بندي او افغان لوبډله
افغان لوبډلې ته د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب ورکړل شوی؛ خو یو ورځنیو لوبوکې لا هم د افغان لوبډلې د بشپړ غړیتوب تر لاسه کول ضد و نقیض دي؛ افغان لوبډله هر نړیوال پنځوس اوریز جام ته د غوراوي یا کوالیفای جام سیالۍ ترسره کوي او د بریا په صورت کې بیا نړیوال جام ته لار مومي.
خو اوس د لسم مقام تر لاسه کول ډېره پورې افغان لوبډلې ته د پیاوړتیا او پرمختګ ځواک وربخښي، اوس افغان لوبډله په نړیوال جام کې شامله ده او لسم نوم یې په نوملړ کې لیکل شوی دی.
یو ورځنۍ لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې انګلستان ۱۲۶ نومرې لري او لومړی مقام یې خپل کړی دی، هندوستان د ۱۲۱ نومرو په لرلو سره دوهم، نیوزیلېنډ د ۱۱۳ نومرو په لرلو سره دریم، سهیلي افریقا ۱۱۱ نومرې لري او څلورم ځای کې ده، پاکستان ۱۰۲ نومرې لري پنځم ځای یې خپل کړی، اسټرالیا ۱۰۰ نومرې لري، شپږم مقام کې ده، بنګله دېش ۹۳ نومرې ترلاسه کړي، مقام یې اووم دی، سریلانکا د ۷۸ نومرو په لرلو سره اتم ځای نیولی، ویسټ انډیز ۷۲ نومرې لري نهم ځای یې نیولی، افغان لوبډله بیا ۶۷ نومرې لري او لسم ځای کې ده، که افغان لوبډله شپږ نومرې نورې واخلي او راروان سیریز له ایرلېنډ څخه وګټي کېدای شي ویسټ انډیز ته د خطرزنګ شي.
زِمبابوې ۵۲ نومرې لري یوولسم، ایرلېنډ ۳۹ نومرې دولسم، سکاټلېنډ ۳۳ نومرې دیارلسم او عربي متحده عربي امارات بیا ۲۱ نومرې لري او څوارلسم مقام کې دي.
شل اوریزې لوبې او د افغان لوبډلې مقام
پاکستان ۱۳۸ نومرې لري او لومړی مقام یې نیولی، هندوستان ۱۲۶ نومرې دوهم، انګلستان ۱۱۸ نومرې دریم، اسټرالیا ۱۱۷ نومرې څلورم، سهیلي افریقا نومرې ۱۱۴ پنځم، نیوزیلېنډ نومرې ۱۱۳ شپږم، ویسټ انډیز نومرې ۱۰۱ اووم، افغانستان ۹۲ نومرې اتم، سریلانکا ۸۶ نومرې نهم، بنګله دېش ۷۷ نومرې لسم، سکاټلېنډ ۶۲ نومرې یوولسم، زِمبابوې ۵۵ نومرې دولسم، عربي امارات ۵۰ نومرې دیارلسم، نېدرلېنډ ۵۰ نومرې څوارلسم، هانکانګ ۴۲ نومرې پنځلسم، عُمان ۳۹ نومرې شپاړسم، او ایرلېنډ ۳۴ نومرې لري او اوولسم ځای یې خپل کړی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې شل اوریز جام نشته او ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام اسټرالیا کې ترسره کېږي، چې افغان لوبډلې پکې مستقیم ډول د لوبېدو حق ترلاسه کړی او له غوراوي جام پرته به په نړیوال شل اوریز جام کې ولوبېږي.
افغان لوبډله د اوسنۍ نیمه ځوانې لوبډلې پرمټ کولای شي په شل اوریزو لوبو کې ښې لوبې وکړي، چې په درجه کې به یې مثبت اغېز خورا زیات شي.