افغان کرکټ بورډ باید څه وکړي چې نړیوال سټیج کې خپل حیثیت وساتي؟

سپینه تجريدي ډیزاین

افغان کرکټ لوبډله په روان کال کې له دوه برخلیکونو سره مخ ده، یو برخلیک یې د پرمختګ دی او بل یې د وروسته تګ.

د پرمختګ برخلیک ورته یو څه ګران دی او که پرمختګ یې ونه کړ، نو وروسته تګ حتمي دی.

د ۲۰۲۱ کال پیل او د برخلیک په اړه یو قدم واندې تګ

د ۲۰۲۱ په پیل کې دې لوبډله پیل په بري وکړ او د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یې له ایرلېنډ څخه درې د صفر پر وړاندې وګټله.

مثبت پواینټونه د افغان لوبډلې په نصیب شول؛ خو د افغانانو غبرګون دا دی، چې افغان لوبډلې له ایرلېنډ او زِمبابوې څخه بڼکې وویستې او پکار دا ده، چې نورو لوړو لوبډلو سره خپل زور وازمایي.

د ایرلېنډ پر وړاندې لوبو په اړه د افغانانو وړاندوینه هم دا وه، چې دا لوبې د افغانستان دي او افغانستان یې ګټي، ځکه د افغان لوبډلې لوبییز ځواک او وړتیا اوس د ۲۰۰۹ او ۱۰ او ۱۲ کلونو په پرتله څو برابره لوړه شوې ده.

Greater Noida stadium to be Afghanistan cricket team's new home ground | Cricket News – India TV

هغه وخت له لوبډلې سره شهیدي نه و، راشدخان نه و، رحمت شاه نه و، اوس شهیدي شته، چې د لوړې حوصلې خاوند دی، رحمت شاه شته، چې مناسب ون ډاون توپوهونکی دی، راشدخان شته، چې غوره الراونډر دی.

ګربز شته او نور ځوان لوبغاړي وجود لري او کولای شي، چې افغان لوبډله په اتفاق سره تر لوړو پوړیو ورسوي.

د ایرلېنډ پر وړاندې لوبو کې افغان لوبغاړو هم مثبت پواینټونه واخېستل او درجه بندۍ کې یې لږ خوځښت وکړ.

د پرمختګ او وروسته تګ برخلیکونه

په ۲۰۲۱ کې افغان لوبډله له لوړو او کوچنیو لوبډلو سره لوبې لري، په کوچنیو لوبډلو کې ایرلېنډ، زِمبابوې او نېدرلینډ شامل دي او په لوړو لوبډلو کې نیوزیلېنډ، اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دېش، سریلانکا او انګلستان شامل دي.

باوري او خوشبین یو ، چې افغانستان ایرلېنډ زِمبابوې او نېدرلېنډ ماتولی شي، خو دا لوبډلې خدای ناخواسته افغان لوبډله ماته کړي، نو مثبتې نومرې د افغان لوبډلې کمېږي او وروسته تګ کوي.

خو که ماتوي یې بیا د لږ پرمختګ تمه شته.

خو که د هېواد ملي لوبډله په لوړ سټیج کې بای چانس اسټرالیا، هند، سریلانکا، پاکستان او یا هم نورو لوبډلو ته ماته ورکړي، افغان لوبډله ورسره ستر پرمختګ کولای شي او تر لوړو پوړیو رسېدلی شي او په نړیوالو جامونو کې یې شتون حتمي او حیثیت یې ساتل کېږي.

خو که د دغو لوبډلو پر وړاندې مسلسلې لوبې وبایلي، نو افغان لوبډله د وروسته تګ برخلیک سره مخ کېږي او نړیوالو جامونو ته به په تیندکونو ورداخلیږي.

د افغانستان د راتلونکو لوبو په اړه مونږ مخکې هم معلومات خپاره کړي وو، د لا زیاتو معلوماتو لپاره یو ځل بیا همغه معلومات دلته خپروو.

Afghan cricket team celebrating victory | Afghanistan, Cricket teams, Afghan girl

د افغانستان راتلونکې لوبې

د مارچ میاشت کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې له زِمبابوې سره، له مارچ وروسته په اپرېل کې له هندوستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لري.

د جون په میاشت کې اسیا جام پیلیږي، چې یا به پاکستان او یا به هم سریلانکا کې وشي.

جولای میاشت کې چې د عیسوي کال اوومه میاشت ده، افغان لوبډله سریلانکا ته سفر کوي او هلته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.

د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې افغان لوبډله د پاکستانۍ لوبډلې کوربتوب په هند کې کوي، چې درې یو ورځنۍ لوبې به سره وکړي.

په نومبر میاشت کې له ایرلېنډ سره په هندوستان کې درې شل اوریزې لوبې لري، د دې لوبو کوربتوب افغان کرکټ بورډ کوي.

په نومبر میاشت کې افغانستان له اسټرالیا سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لري او دا لوبه په اسټرالیا کې ترسره کېږي.

د روان عیسوي کال په وروستۍ میاشت ډېسمبر کې افغان لوبډله د نېدرلېنډ کوربتوب کوي، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

Utterly, Butterly, Delicious: Amul to Sponsor Afghan Cricket Team | India.com

۲۰۲۲ کال او د افغان لوبډلې لوبې

د دې کال په فبروري په او مارچ میاشتو کې افغان لوبډله له بنګله دېش سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي، کوربتوب د بنګله دېش په غاړه دی.

مارچ میاشت کې افغان لوبډله د اسټرالیا کوربنه ده، په هندوستان کې به درې یو ورځنۍ لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

افغانستان او ایرلېنډ په ۲۰۲۲ کال کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې د ایرلېنډ په کوربتوب په یاد هېواد کې ترسره کوي.

په سپټمبر میاشت کې افغان لوبډله په یواځېنۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې د هندوستان کوربنه ده او لوبه په هند کې ترسره کېږي.

۲۰۲۲ کې اسیا جام ترسره کېږي، چې ۱۲ یو ورځنۍ او یوه د پایلوبې سیالي پکې شامله ده.

۲۰۲۳ کال او د افغان لوبډلې لوبې

دې کال کې افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره په خپل کوربتوب په هندوستان کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي او دا لوبې د دې کال په لومړۍ میاشت جنوري کې ترسره کېږي.

د جنوري میاشتې په اوږدو کې افغان لوبډله د نیوزیلېنډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې په هندوستان کې ترسره کوي.

افغان لوبډله د دې لوبو کوربتوب کوي.

له دې وروسته به نړیوال جام ترسره شي، چې کوربتوب به یې هندوستان وکړي او دا به یو ورځنۍ لوبې وي.

افغان کرکټ بورډ ته څه پکار دي، چې نړیوال سټیج کې خپل حیثیت وساتي؟

World Cup 2015: Know the Afghanistan cricket team - Rediff Cricket

کرکټ بورډ ته پکار دي، چې غوراوي کمېټه کې شفافیت ته پام وکړي، د سکول لیول، ګرېډ ون، ګرېډ ټو، ګرېډ تري سیالیو څخه غوره لوبغاړي په نښه کړي، انډر ۱۷ او ۱۸ او ۱۹ کلنو لوبډلو ته رښتیني او مسلکي کرکټران انتخاب کړي.

جیب او واسطو ته باید ونه ګوري او هغه لوبغاړي واخلي، چې میدان رښتیا هم لوبه نندارې ته وړاندې کوي، نه واسطه.

په اکاډومیو کې داسې لوبغاړي شته، چې د وړتیاوو پرې تمامه ده، افغان لوبډله اوس وخت کې باثباته توپ وهنې او فسټ بالېنګ ته اړتیا لري، نو دا ګومارنه باید د وړتیا او ضوابطو پر اساس وشي.

مونږ کولای شو له ښې ولایتي لوبډلې، د کلبونو د مثبتو لوبغاړو، له ګرېډ ون، ټو، تري لوبو څخه غوره لوبغاړي انتخاب او ۱۹ کلنو ته یې ورکړو او همداسې له ۱۹ کلنو کولای شو، ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي ورپورته کړو، نو پایله به یې مثبته وي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.