لیکنه: بهار سمسور
په داسې حال کې چې ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې افغانستان له سرسخته لوبډلو سره لوبیږي، خو یو پر بل پسې یې لوبې کمزورې کیږي.
دا چې دغه افغان لوبډله د توپ اچونې په برخه کې پوره غښتلې ده ولې د توپ وهنه او توپ نیونې برخه یې بیخي ضعیفه ده؛ او کریکټ مینوال ترې تر ډیره بریده راضي نه دي.
که ستونزې ډېرې دي ولې د حل لارې یې هم زیاتې دي،خو افغان لوبډلې تر دې بریده کوم مثبت بدلون نه دی موندلی.
کریکټیکر هندي سپورتي سایټ د افغان اوپنرانو نور علي ځدران او شهزاد محمدي تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د افغان کریکټ لوبډلې د کمزوري پیل علت او له منځه وړل په کار دي.
رسنۍ د افغانستان تېرو لوبو ته په کتو لیکلي د پاکستان او انګلستان خلاف تمریني لوبو کې افغانستان ښه پیل نه درلوده او بیا هم په رسمي لوبو کې په دوه اړخیز شکل د تېزې لوبې لوبغاړي شهزاد او ځاځی د افغانستان پیلونکي دي چې په پرله پسې ډول ناکام دي او ژر میدان پریږدي.
لیکوال زیاتوي د اسټرالیا خلاف په ۵۰ منډو کې د افغانستان تر نیمه یي توپ وهونکي سوځیدلي و او دا ځکه چې د توپ وهنې پلان یې ګډ وډ دی او دوی زیاتې اپشنې نه لري.
د شهزاد په پرتله پر نورعلي ځدراڼ تاکید شوی چې د افغانستان یو ښه پیلیز توپ وهونکی دی خو دا چې ولې افغان لوبډله نورعلی نه لوبوي سوال هم همدا دی.
کریکټیکر کاږي ۳۰ کلن نورعلي بهترین لوبغاړی دی؛ داسې توپ وهونکي بیخي کم پیدا کیږي چې هغه دې سیده توپ وهنه کوي او د حوصلې څښتن دې وي.
نورعلی په نړیوال کچه د خاص سټایل څخه برخمند دی او زیاتره وخت پر ځمکنۍ لوبه تکیه کوي او دا چې افغانستان یو ښه اوپنر ته اړتیا لري نو باید د نیوزلېنډ خلاف نورعلی ولوبوي،دا ځکه چې هغه که زیات تر فشار لاندې هم نیول کیږي ولې بیا هم لوبډله په اسانۍ د مقابل لوري برید ته نه ورکوي.
تبصره زیاتوي شهزاد چې اوس زخمي دی او له لوبډلې هم بهر شوی دی پر ځای یې باید نورعلی د اوپنېنګ لپاره راشي او که افغانستان نورعلی لري خو په ناست ځای (پاولین) کې یې ساتي ولې؟
لیکوال بیا د افغانستان په توپ اچونه کې د حمید حسن نوم اخلي او توپ اچونه یې ستایي او زیاتوي هغه یو بهترین توپ اچونکی دی او نن یې کلک مسؤلیت دی چې ښه توپ اچونه وکړي.
ځکه حسن د توپ اچونې خاص انداز لري، د اېن او اوټ تر څنګ د ریورس سوېنګ قابلیت لري چې له دې برخو په استفادې باید حمید حسن په دې ویکټ ځان ښه توپ اچونکی ثابت کړي.
افغان توپ اچوونکي باید یوازې د یو توپ (شاټپیچ، یارکر) په فکر کې نه وي، دوی نن له نویو توپونو سره هم مخ کیدای شي.
په دې لنډه تبصره کې د افغانستان توپ وهونکو ته ویل شوي چې دوی په هغه شکل چې مسؤلیت یې دی نه دي لوبیدلي،لکه توپ اچونکو ته د ښه هدف په لاس ورکول یا د سریلنکا په څېر د کمو منډو پوره کول.
د کریکټیکر دا تبصره په داسې حال کې مخ ته راځي چې نن مازدیګر ۵:۰۰ بجې افغانستان د غښتلي نوزلېنډ خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.