
دا چې سریلانکايي لوبډله له ۲۰۱۷ م کال څخه راپه دې خوا بیخي لوېدلې حالت کې ده او ډېرې لوبې یې بایللي؛ نو زمونږ لوبډله ترې په نړیوال جام کې ډېره غوره او ټچ کې ده.
دې لوبډلې په اسیا جام کې چې یوه لوبه هم ونه ګټله او اوس یې په نړیوال جام کې له نیوزیلېنډ څخه خورا ستره ماته وخوړه، د سریلانکا ټوله لوبډله د جون په لومړۍ نېټه په کارډیف سیمه کې په ۱۳۶ منډو وسوځېدله او نیوزیلېنډ ورته په اوپننګ په ( لس وېکټو) ماته ورکړه.
تر اوسه په نړیوال جام کې افریقا، افغانستان، سریلانکا او پاکستان ماتې خوړلي دي؛ د نومرو په جدول کې پاکستان وروستی، سریلانکا نهم، افریقا اتم او افغانستان اووم ځای کې قرار لري.
دا په دې دلالت کوي، چې افغان لوبډلې له دغو درې واړو لوبډلو نسبتاَ ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د اسټرالیا په څېر ځواکمنې لوبډلې سره یې مناسبه لوبه وکړه.
لومړۍ مثبته پرېکړه
دا چې افغانستان ټاس وګاټه او لومړی توپ یې وهنه وکړه، دا پرځای او مثبته پرېکړه وه.
که اسټرالیا لومړی توپ وهنه کړې وه؛ ښایي هغوی د افغانستان خلاف لوړ ټارګېټ اېښی وای؛ خو بیا هم ویلی شو، چې د افغانستان لوبډله اوس د ۲۰۱۵ م کال لوبډله نه ده، چې اسټرالیا به پرې لوړې منډې جوړې کړي؛ پرون مو د حمید حسن توپ اچونه ولیده، چې د اسټرالیا پخواني لوبډلمشر مېچل کلارک یې خورا ستاینه وکړه او توپ اچونه یې له سوېنګ، بونس او تخنیک څخه مال امال وګڼله.
د دولت ځدران او محمدنبي توپ اچونه یې بل اړخ و، چې اسټرالیا یې زیات پرمختګ ته پرېنښوده.
که د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ته وګورو؛ نسبت افغانستان ته یې بدترینې لوبې وکړې، پاکستان د ویسټ انډیز په څېر کمزورې لوبډلې څخه خورا ستره ماته وخوړه؛ د پنځم ځل لپاره پاکستان پر ځان د کوچني هدف اېښودلو ریکارډ جوړ کړ.
همدا ویسټ انډیز مونږ دوه ځلې په یو ورځنیو لوبوکې مات کړی او د نړیوال جام په شل اوریزو لوبو کې مو هم ترې په ۲۰۱۶ م کال کې لوبه وګټله.
بل سریلانکا له نیوزیلېنډ څخه په لوړ توپیر ماته وخوړه، د دواړو لوبډلو په پرتله د اسټرالیا لوبډله خورا ځواکمنه او په روان جام کې د انګلستانۍ لوبډلې سره ټکر وهونکې لوبډله ده.
خو افغان لوبډلې د دې نړیوال جام دوهمې دعوګېرې لوبډلې ( اسټرالیا) پر وړاندې خورا زبردسته لوبه وکړه.
تاسې به دا راسره خامخا منئ، چې د اسټرالیا توپ اچونه په نړۍ کې ساری نه لري؛ خو که افغان لوبډلې ځېنې تېروتنې نه وې کړې؛ لرې نه وه، چې د دې لوبډلې پر وړاندې یې ۳۰۰ منډې هدف اېښی وای.
که محمدنبي عیسی خېل رن اوټ نه وای او هغه مهال یې کریس کې سټی یا پایښت موندلی وای؛ خامخا مو لوبډله په منډو جوړولو کې مخکې تلله.
که شهیدي لږ نور په میدان پاتې شوی وای، بیا هم لوبډلې ۵۰ اورونه لوبولای شول.
په کاونټي ګراونډ کې چې پرون پرې افغانستان لوبه وکړه، د سپېن بالرانو لپاره ډېر سپورټ ( ملاتړ) نه و، د لېګ برېک بالر لپاره پکې سوېنګ نه و؛ نو شهیدي ته نه وه، پکار چې د زمپا بال پسې بهر راوتی وای؛ ځکه دا توپ له ځای څخه په اسانۍ سره لوبېدلای شوای.
نو شهیدي د تېروتنې له امله سټمپ اوټ شو.
شهیدي او رحمت شاه په ون ډاون او ټو ډاون کې د افغانستان د توپ وهنې د ملا تیر جوړوي او باید دواړه تر شلو او ۳۰ اورونو ملګرتیا وکړي.
د ګلبدین نایب او نجیب الله ځدران له خوا د باډي لاین لوبولو ستونزه مساوي وه، دواړه په یوه اوور کې د سټاینېس په یو شان باډي لاین بالونو کيپر کېچ کړل؛ دوی دواړو ۸۳ منډې ملګرتیا کړې وه او چمتو (سېټ) ولاړ وو، باید لږ په احتیاط لوبېدلي وای، ځکه همدا د افغانستان لپآره وروستۍ بېټېنګ جوړه وه او اورونه هم خورا زیات پاتې وو؛ نو دوی ته پکار وه، چې له لوز ( بې کاره) توپونو څخه یې ښه استفاده کړې وای او داسې خطرناک توپونه یې پرېښی وای؛ کیپرته تللي وو.
تاسې ډېوېډ وارنر ولید، چې د دولت او حمید حسن ډېری توپونه د کیپر لاسونو ته پرېښودل او د لوبولو هیڅ هڅه یې ونه کړه.
همدغه سټاینېس چې ګلبدین او نجیب یې په یوه اوور کې وسوځول، د راشدخان له خوا په یوه اوور کې په ۲۱ منډو کې پرچه شو، دوه شپږیزې او دوه څلوریزې یې پرې ووهلې.
نو افغان توپ وهونکي باید د ۵۰ اورونو لوبو وړتیا او هنر زده او ومومي.
یوه ستونزه د ډګر ساتنې هم ده، د ډېوېډ وارنر کېچ د حمید حسن په اوور کې په لومړي سلېپ کې له رحمت شاه زرمتي ډراپ شو، بیا وروسته د شهزاد محمدي له خوا سټمپ مِس شو.
که وارنر اوټ وای؛ نو بیا د مکسوېل په اوټ کېدو سره اسټرالیا له ستونزو سره مخ کېدای شوای.
افغان لوبډله باید په ډګر ساتنه پوره کار وکړي.
د اسټرالیا کرکټ شنونکی جېروډ کېمبر د افغان لوبډلې په هکله وايي
افغان لوبډله باید اوس په نړیوالو یو ورځنیو لوبوکې اتم نمبر یاده شي نه لسم نمبر.
دی وایي افغانستان په دې وروستیو کې خورا ګرمې او ښې مبارزې لوبې کوي.
ده له اوپننګ پرته تر مجیب الرحمن پورې د توپ وهنې زړورتیا ستایلې او وروستیو پورې یې د افغانستان د توپ وهنې مبارزه ښه یاده کړې ده.
د پاکستان وروستۍ لوبې او بایلل یې
بل پلو بیا پاکستان په نږدې وخت کې ۱۲ لوبې بایللي؛ خو افغانستان بیا په ۶ لوبوکې درې ګټلي او درې یې بیا وبایللې.
له سکاټلېنډ بریا، له ایرلېنډ یوه بریا یوه ماته، له پاکستان بریا، له انګلستان او اسټرالیا څخه ماتې هغه څه دي، چې افغان لوبډلې د ماتو او بریاوو انډول تر اوسه ساتلی.
خو پاکستان او سریلانکا بیا دا توازن نه دی ساتلی او پرله پسې ماتې یې خوړلي دي.
افغان اوپنرانو؛ لوبډله له ستونزو سره مخ کړه
که افغان اوپنرانو صفرونه نه وای وړی؛ نو لرې نه وه، چې افغانستان به خامخا اسټرالیا ته له درې سوو بره منډې هدف ورکاوه او بیا به اسټرالیا ته دا هدف پوره کول له غره سره ډغره وهل وو.
له لومړي سره محمدشهزاد او ځاځی له مېچل سټارک څخه په پرېشرکې ول.
ځېنې وخت داسې وي، چې د یوې لوبډلې یا لوبغاړي له نوم څخه لوبغاړي په پرېشر کې شي، دا چې مېچل سټارک په یارکرو کې نړیوال نوم لري؛ نو افغان اوپنران ترې لږ څه په پرېشر کې ښکارېدل.
همغه و چې جرائت یې کمزوری شو او وېکټې یې په صفر له لاسه ورکړې.
همدغه سټارک بیا وروسته د نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب له خوا خورا ښه ولوبېد.
که افغان اوپنرانو په دایره کې ۴۰ یا ۵۰ منډې جوړې کړې وې؛ نو دا د لوبډلې لپاره د اسټرالیا پر وړاندې د توپ وهنې یو ښه پیل و؛ خو له بده مرغه چې داسې ونه شول او همدا علت شو، چې افغانستان بیا هم په پنځوس اورونو لوبولو کې پاتې راغی.
د حمید حسن، دولت ځدران او محمدنبي توپ اچونه
د حمید حسن توپ اچونه سل سلنه له مېچل سټارک سره برابره وه، د وارنر، سمېت او فېنچ پر وړاندې یې مونږ درې خطرناکې یارکرې ولېدې، چې درې واړه توپ وهونکي یې ووېرول.
حمید حسن ځان وښود، که مېچل سټارک یارکر کولای شي، حمید حسن ترې کم نه دی او تر هغه یې خورا ښې یارکرې وغورځولې؛ خو دا چې د هغوی توپ وهونکي خورا مسلکي دي؛ نو ځکه یې ځانونه ترې بچ کړل.
دوه اورونه یې مېډن کړل او له درې منډو یې په کمه ایکانومي توپ اچونه وکړه؛ د حمید حسن له خوا د اسټرالیایي توپ وهونکو پر وړاندې خورا بې جوړې توپ اچونه وشوه.
دولت ځدران د تېرو لوبو په پرتله دې لوبه کې نسبتاَ ښه و او محمدنبي بیا هم خورا ښه و؛ خو د شهزاد مِس کیپېنګ او له وایډ توپونو سره بای منډې راتلل هغه څه وو، چې د محمدنبي توپ اچونې ته یې ضربه ورسوله.
نو که په ټوله کې وګورو؛ د اسټرالیا پر وړاندې د افغان لوبډلې لوبه د ستونزو سره، سره بیا هم خورا ښه او مناسبه وه او ډېری کرکټ مبصرین پرې د انتقاد پر ځای ښه نظر لري.
افغان لوبډله د سه شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې له سریلانکا سره مخ ده، پر سریلانکا هسې هم د افغان لوبډلې سترګې سرې دي او مُرال یې نسبت هغوی ته په دې جام کې لوړ دی.
۹۰ سلنه احتمال شته، چې سریلانکا د افغان لوبډلې له خوا ماته وخوري او افغان لوبډله بېرته ښه راتګ یا ویل کم بېک وکړي او نومرو په جدول کې له نورو لوبډلو رامخکې شي.