زِمبابوې د ټیسټ سیریز د ګټلو هلې ځلې کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبریال: سمیع الله درانی

د زِمبابوې کرکټ لوبډله په اوسني وخت کې د تغیر شاهده ده، دغه تغیر یې هم د لوبغاړو په لحاظ دی او هم د لوبې په لحاظ دی.

د لوبغاړو په لحاظ یې بدلون په دې کې دی، چې چګومبورا، مسکډزا، برېنډن ټایلر، چېټارا، کایل جاروېس ورسره نشته، په مخکنیو لوبو کې دا لوبغاړو ورسره وو.

اوس یې نوي لوبغاړي اخیستي دي، پراینس ماسوور، کېوېن کاسوزا، ټېرېسی موسکنډا، ویسلي مډیور، ویکټو اېن یاچي ځوان لوبغاړي دي او افغانستان سره یې د لوبېدو لومړی سیریز دی.

دغو لوبغاړو وکولای شول، چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او دویمه لوبه کې هم اوپننګ تر پنځوس منډو د دویمې ورځې تر پایه ولاړ و.

پراینس او کاسوزا ملګرتیا غځولې وه.

دوی هڅه کوي، چې ثبات وساتي او ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د افغانستان د ۵۴۵ منډو ښه ځواب ورکړي.

دوی سره سین ویلیمس چې اوس یې لوبډلمشر دی، خورا غوره الراونډر دی او کولای شي، چې د افغان لوبډلې منډې راکابو کړي.

نو اوس وخت کې د زِمبابوې لوبډله ښه او مناسبه لوبډله ده، پخوا چې افغانانو کوم سوچ د زِمبابوې د لوبډلې په اړه کاوه، هغه باید اوس بدل کړي، ځکه په لوبډله یې کار کړی دی او دا ځل په ښه انداز نړیوال سټیج ته راوتلې ده.

د ټېسټ لوبلړۍ برخلیک

له دوو ټېسټ لوبو لومړۍ هغه زِمبابوې په لوړ توپیر ګټلې ده، که دا لوبه افغان لوبډله وګټي، نو سیریز به مساوي شي او که زِمبابوې یې وګټي، لوبلړۍ یې به خپله کړي او دا به د زِمبابوې لپاره خورا ستره بریا وي او کېدای شي، چې نهم ځای د ټېست لوبډلو په قطار کې ونیسي.

ډېر امکانات شته، چې دویمه ټېسټ لوبه ډرا یا مساوي شي، ځکه افغان لوبډلې دوه ورځې توپوهنه وکړه او د زِمبابوې هم لوبې ته دوام ورکوي.

نن د دې لوبې درېیمه ورځ ده او که چېري زِمبابوې د نن ورځې تر پایه ونه سوځېږي، نو سبا به هم لوبې ته دوام ورکړي او د څلورمې ورځې برخه به هم ونیسي.

بیا به افغان لوبډله دویمه پاڼۍ پیلوي او ښایي توپوهنه یې تر پنځمې ورځې وغځېږي؛ نو په وروستۍ ورځ کې به زِمبابوې ته کم وخت پاتې شي.

که افغان لوبډله د پنځمې ورځې تر پایه د زِمبابوې ټوله لوبډله وسوځوي، نو لوبه به افغانستان وګټي او که یې ونه سوځوي، نو لوبه مساوي کېږي.

په دې صورت کې سیریز د زِمبابوې په ګټه حسابيږي او مثبت پواینټونه ترلاسه کوي.

دا د زِمبابوې لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

یعنې په روانه لوبلړۍ کې د بریا ډېر چانس د زِمبابوې لپاره کېدای شي.

بله خبره دا ده، اصغر افغان باید خپل لوبغاړي د دویمې ورځې تر پایه پرېښې وای، چې منډې یې له ۶ نیم سوو اړولی وای.

دا وخت باید زِمبابوې ته وخت ورکړل شوی وای، چې په دوو پاڼیو کې د افغانستان ټارګېټ پسې هلې ځلې کړې وای او که وېکټې ژر اخیستل شوی وای، نو افغانستان به په یوه پاڼۍ او منډو لوبه ګټلې وای.

چې دې برخه کې بیا افغانستان ته زیات پواینټونه په لاس ورتلل او د لومړۍ لوبې بایلل یې جبران کولای شول.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.