
تاسې د افغانستان او سریلانکا لوبه ننداره کړه، ومو لیدل چې لومړۍ پاڼۍ کې سریلانکایي توپ وهونکي له پوره ستونزه سره مخ شول؛ یواځې کوسال پرېرا و، چې مقاومت یې وکړ او ۷۸ منډې یې جوړې کړې.
خو سریلانکا په سخت لوبغالي بیا هم ځان تر ۲۰۱ منډو ورساوه.
سریلانکا سره باران پوره مرسته وکړه؛ په سلو کې ۴۰ سلنه مرسته د باران هم وه؛ ځکه سریلانکا هسې هم پوره اورونه نه شول لوبولای او ژر اوټ کېدل؛ که باران نه وی شوی؛ بیا پوره پنځوس اورونه لوبه کېدله؛ چې افغانستان ته بیا پوره درې سوه بالونه د ۲۰۲ منډو پوره کولو لپاره په لاس ورتلل او هغه وخت بیا کم ریکوایر رن رېټ ته خبره پاتې کېده؛ خو باران سریلانکا ته پوره مرسته ورسوله.
د سریلانکا توپ وهنه او د دېلشن تشبِه
په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا لومړۍ وېکټې نسبتاَ ګوزاره حال وې، خو منځني توپ وهونکي بیا محمد نبي داسې پورته کړل؛ لکه اوبه چې د شګو بند له مخې وړي.
په دوه ویشتم اوور کې محمدنبي درې وېکټې وغورځولې.
ورپسې لوبغاړي د حمید حسن، دولت او راشدخان د توپ اچونې ښکار شولګ لنډه دا چې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۳۶ اعشاریه ۵ اورونوکې له مېدانه د بالرانو په وسیله بهر شوه.
دا چې سریلانکا ۲۰۱ منډې وکړې؛ نو د لوبې باراني اصولو له مخې یا ډي پرایل ایس مېتود کې بیا هلته د پاتې اورونو په بدل کې منډې هم مقابلې لوبډلې ته راکمېږي؛ نو ځکه افغانستان ته ۱۸۷ منډې هدف ورکړل شو.
کله چې د سریلانکا وېکټې ژر، ژر ولوېدېګ نو د سریلانکا پخواني پیاوړي اوپنر توپ وهونکي او اوسني تقاعد شوي لوبغاړي ټیلي کرټني دېلشن د سریلانکا د منځنيو توپ وهونکو توپ وهنه د ماشومانو له توپ وهنې سره تشبِه کړه او دا توپ وهونکي یې د ماشومانو په څېر وبلل.
دېلشن دا خبره د زړه له درده وکړه؛ ځکه سریلانکا د لوبو په تاریخ کې دومره نه وه لوېدلې، په کمو منډو دې وېکټې له لاسه ورکړي.
هغه وخت چې سریلانکا سره سېنګاکارا، جایاوردنی او دېلشن وو، نو ناممکنې لوبې به یې سریلانکا ته ګټلې.
نو هغوی د سریلانکا لوبډله په داسې کمزوري حالت کې نه شوه لیدلای.
دوی په همدغه لوبغالي د نیوزیلېنډ خلاف ستره ماته وخوړه.
خو د افغانستان له توپ وهنې بیا دېلشن نه و خبر، چې دوی به هم له سترې ستونزې سره مخ کېږي او بالاخره بریا به د سریلانکا په نصیب کېږي.
د افغان توپ وهونکو په ستونزه مونږ بار، بار غږیدلي یو او د یاران لیکنې مو لوستې دي؛ خو که بیا هم په دې برخه خبرې کوو، موضوع بیخي تکراري کېږي، د توپ وهنې ستونزه شته، د رن اوټ ستونزه شته او د ډګر ساتنې ستونزه پرځای ده.
له سپېن بالرانو پرته د فسټ بالرانو ستونزه زیاته وه، لاین ډېره پورې قابو نه و او وایډ یا پراخ او نو توپونه زیات وشول.
برعکس سریلانکا بیا لوبه په فسټ بالېنګ وګټله، د هغوی لاین او د توپ پېس بیځي پرځای و، لوز یا بې کاره توپ یې نه غورځاوه او همغه و، چې فغان لوبډله په ۱۵۲ منډو کې ټوله وسوځېده.
سریلانکا افغانستان ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه او لومړۍ بریا سریلانکا خپله کړه.
د کارډېف لوبغالی او د اسیایي توپ وهونکو ستونزه
کارډيف سیمه کې سوفیا ګارډینز لوبغالی د توپ وهنې لپاره سخت دی؛ خو دا سختوالی یې یواځې د اسیایي لوبډلو لپاره دی؛ نه د نورو لوبډلو لپاره.
د اسیا لوبډلو لپاره یې خطرناکوالی په دې کې دی، چې دوی په څوکه یا سلو پیچونو ( ویشتن ځایونو) عادت دي او کله چې په تېز ویشتن ځای لوبېږي، بیا نو وېکټې له لاسه ورکوي.
په کارډیف لوبغالي مو د سریلاکا لومړۍ لوبه د نیوزیلېنډ خلاف ولیده، چې په ۱۳۶ منډو سریلانکا ټوله وسوځېدله؛ خو مقابل کې یې نیوزیلېنډ همدا هدف په اوپننګ پوره کړ او ستونزه یواځې د اسیایي هېوادونو توپ وهونکو ته منسوبه پاتې شوه، که چې ټولې نړۍ ته وه، بیا نو نیوزیلېنډ هم ګیر کېدای شوای؛ خو هغوی په خورا ښه انداز ټارګېټ پوره کړ، منرو او مارټېن ګوپټېل په اوپننګ لوبه وګټله.
د افغانستان توپ وهونکي ټول په همدغه لوبغالي د سریلانکایي فسټ بالرانو ښکار شول.
نو ون پراډیپ څلور، ملېنګا درې، اوډانا او تېسارا پرېرا یوه، یوه وېکټې ترلاسه کړې.
سریلانکا پنځه فسټ بالران وکارول او یواځې یو اوور اف بریک دننجایا ډیسلوا وکړ.
نو په دې لوبغالي اسیایي لوبډلې له پوره ستونزه مخ کېږي.
مونږ د شنبې په مازیګر پنځه بجې له نیوزیلېنډ سره مخ یو، نو ګورو چې افغان لوبغاړي له تېروتنو څومره ډډه کوي.
د سریلانکا خلاف نجیب الله ځدران په یوه منډه ځان رن اوټ کړ او لوبډله یې په بشپړ ډول له ماتې سره مخ کړه.
نو بیا هم یادونه کوم، چې افغان لوبغاړي باید په یوه منډه په رنېنګ کې وېکټ له لاسه ور نه کړي.