ليکنه: مدثر دعوت
د کرکټ نړيوال جام ته د ګوتو په شمار اونۍ پاته دي خو افغان کرکټ لوبډله تر هغه وړاندي د پاکستان سره يوه تمریناتي لوبه کوي.
په هغه جدول کي چي د کرکټ نړيوالي شورا خپور کړی پکښې افغان کرکيټ لوبډله دوه تمريناتي لوبي لري، چي لومړۍ يې د می مياشتي پر ۲۴مه نيټه د پاکستان سره او دويمه تمریناتي لوبه يې د می په ۲۷مه نيټه د انګلستان سره ده.
د کرکټ نړيوالي شورا په خپور سوي جدول کي ټولي ۱۰ لوبډلي تمريناتي لوبي لري، چي هره لوبډله د بيلابيلو هيوادو په وړاندي لوبيږي.
د افعان کرکټ لوبډلي ۲۳ کسيزي ډلي اوسمهال په سويلي افريقا کي د نوي لوبډلمشر ګلبدين نايب په مشرۍ تمرينات پيل کړي، چي دا به يې د نړيوال جام لپاره د تياري وروستی تمريناتي کمپ وي.
افغان کرکيټ بورډ او افغان لوبغاړو د راتلونکي نړيوال جام لپاره پوره چمتووالی ښوولی او باور لري چي يو بريالی نړيوال جام به ولوبوي.
افغانستان د جون مياشتي په څلورمه نيټه لومړنۍ لوبه د اسټراليا په وړاندي کوي.
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.