د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ یوه ټیسټ، درې شل اوریزې او پنځه ۵۰ اوریزې لوبې کیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغانستان دا ځل د هندوستان په راجیف ګاندي نړیوال لوبغالي کې د یو ورځنیو او شل اوریزو او ټېسټ لوبو کوربتوب کوي.
افغانستان او ایرلېنډ غواړي د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې یوه ټېسټ لوبه، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې کوي.
د افغانستان او ایرلېند نوې لوبلړۍ:
افغان لوبډله د فبروري په ۲۳ مه نېټه خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي، دوهمه شل اوریزه لوبه د فبروري په ۲۴ مه او دریمه شل اوریزه لوبه د فبروري په ۲۶ مه نېټه ترسره کوي.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ:
افغان لوبډله د پنځه یو ورځنیو لوبو پیل د ۲۰۱۹ م کال د مارچ په ۲ مه نېټه کوي.
د مارچ په ۱۲ مه نېټه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي، ټولې پنځه یو ورځنۍ لوبې دي.
یواځنۍ یوه ټېسټ لوبه:
افغانستان او ایرلېنډ د ټېست لوبو د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډله په توګه یواځېنۍ یوه ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۷ مه نېټه پیلوي او د مارچ په ۲۱ مه پای ته رسېږي، دغه ټولې لوبې د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په راجیف ګاندي لوبغالي کې په ډېراډون سیمه کې ترسره کېږي.
افغانستان په ۲۰۱۸ م کال کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته په انګلستان کې ترسره کېږي، کوالیفای کړې ده او ایرلېنډ په دغه جام کې له لوبېدو څخه پاتې دی.

افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې چې مارچ میاشت کې یې له ایرلېنډ سره لوبلړۍ کړې وه افغانستان ترې د شل اوریزو، یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبو لړۍ ګټلې وه.
افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام غوراوي سیالیو اتلولي ګټلې وه، دا لوبې په زِمبابوې هېواد کې ترسره شوې او افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.