افغانستان له ایرلینډه د ۲۰۱۷ کال غچ واخیست 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ایرلینډ کې د کوربه لوبډلې خلاف دویم مسلسل سیریز کې هم بریا خپله کړه.

د سیریز ګټلو په دې وروستۍ سیالۍ کې یو ځل بیا دواړه د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې افغان لوبډلې په سیالۍ کې د بریا خپلولو ترڅنګ د سیریز ګټه هم په خپل نوم ثبت کړه. 

ایرلینډ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ او افغان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې دغه هدف د احسان الله جنت د ۵۷، حشمت الله شاهدي د ۳۴ او رحمت شاه زرمتي د ۳۳ منډو پرمټ د لوبې په ۲۴ م اور کې پوره کړ. 

افغان لوبډلې د ایرلینډ په دې سفر کې د ۲۰ اوریزه لوبو د سیریز وروسته د ۵۰ اورونو په لړۍ کې هم بریا خپله کړه او د ایرلینډ کامیابه سفر یې پای ته ورسو. 

له دې وړاندې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې افغان لوبډلې څخه د ۳ پنځوس اوریزه لوبو سیریز کې بریا خپله کړې وه، خو دا ځل یې بیرته په خلاف افغان لوبډله بریالۍ شوه.

په دې سیریز کې راشد خان د ۸ ویګټو په اخیستو د سیریز غوره لوبغاړی انتخاب شو.

د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو سفر وکړي.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سرینکا، بنګله دیش او د غوراوي پړاو څخه راتیریدونکې لوبډلې په ګډون د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیدونکې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.