افغانستان د اسټرالیا د پیاوړو توپ اچوونکو پر خلاف د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه : عبدالله عادل
افغانستان د نړیوال جام په لړ کښي نن د دفاعي اتلي اسټرالیا خلاف لوبه تر سره کوي.
لوبه د افغانستان پر وخت ۵ بجې پيل سوې چي ټاس یې افغانستان ګټلی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه کړې.
FB_IMG_1559402678652.jpg
په نن لوبه کښي له پیل څخه ویشتنځای د توپ اچووني لپاره مساعد برېښېده همدا لامل و چي افغانستان خپل لومړی لوبغاړی محمدشهزاد په لومړي اوور کي د سټارک د یوه بهترین توپ په نتیجه کښي له لاسه ورکړ، ورپسي په دوهم اوور کي حضرت ځاځی اوټ سو.
رحمت شاه او حشمت الله شاهدي هغه لوبغاړي وه چي لوبه یې کنټرول کړه او په وروستیو کښي بیا لوبډلمشر نایب او نجیب الله ځدران ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندي کړه.
په پای کښي افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۸.۲ اورونو کښي ۲۰۷ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي اسټرالیا ته یې د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ وهونکو کښي نجیب الله ۵۱ او رحمت شاه ۴۳ تر نورو ډیري منډی جوړي کړې.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچوونه کښي کمنس او زمپا ۳/۳ ، مارکوس ۲ او سټارک یوه ویکیټ ترلاسه کړه.
وروسته تر دمې به اسټرالیايي توپ وهونکي د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته کښته کیږي او افغان توپ اچوونکي به د هدف د دفاع کولو هڅه کوي.
FB_IMG_1559402636213.jpg
د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کښي کلیدي لوبغاړي ورو توپ اچوونکي ګڼل کیږي په ځانګړي ډول راشد او محمدنبي ، ددې ترڅنګ حمیدحسن هم په وروستیو لوبو کښي ښه توپ اچوونه نندارې ته وړاندي کړي او لوبډله کښي د یو باتجربه توپ اچوونکي په صفت لوبیږي ،که افغان لوبغاړي غوره ډګرساتنه او ښه توپ اچوونه ترسره کړي د ښې لوبي تر څنګ حتی د بریا موقع لري.