نړیوال جام؛ افغان لوبډلي په لومړۍ لوبه کي ځان ښه ثابت کړ، خو له اسټرالیا یې لوبه وبایلل.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

نن د کرکیټ پنځوس اوریز نړیوال جام د څلورمي لوبي په لړ کي افغانستان او اسټرالیا لومړۍ لوبه ترسره کړه.
د لوبي پچه افغان لوبډلي وګټل او توپ وهنه یې پیل کړه.
د لوبي په لومړي لسو اورونو کي یې ښه پیل نه درلود، خپل دوه پیلوونکي لوبغاړي حضرت ځاځی او شهزاد یې په صفر منډو وسوځېدل.
وروسته لوبه د حشمت او رحمت لخوا سمه سوه، چي رحمت شاه ۴۳، حشمت ۱۸، محمد نبي رن اوټ ۷ منډي، ګلبدین ۳۱، نجیب تېزه لوبه ۵۱، راشدخان ۲۷، دولت ۴، مجیب ۱۳ او حمید یوه منډه وکړه.
افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټرالیا ته په ۳۹ اور کي د ۲۰۸ منډو هدف ورکړ.
اسټرالوي زمپا او کمینز ۳ درې ویکيټي، سټونیس ۲ او سټارک یوه ویکیټ ترلاسه کړل.
د اسټرالیا په توپ وهنه کي لوبډلمشر ارون فینچ ښه پیل وکړ.

فینچ ۶۶، وارنر تر ټولو ډېري ۸۹، سمیټ ۱۸، عثمان خواجه ۱۵ او مکسویل څلور منډي وکړې.
اسټرالیا د افغان لوبډلي هدف په ۳۵ اور کي پوره کړ.
په افغان توپ اچوونکو کي راشد، ګلبدین او مجیب یوه یوه ویکیټ ترلاسه کړل.
د نن په لوبه کي تر ټولو ښه خبر دادئ، چي حمید حسن د پخوا په څېر تېزه توپ اچونه کول، چي د توپ تېزوالی یې تر ۱۴۶ کیلومتره پر ساعت وو.
د لوبي په اړه مهمي نقطې:
۱-  نن په ټوله کي ځکه بهترینه لوبه ترسره سوه، چي افغان لوبډله په جدول کي د بایلونکو لوبډلو په سر کي راغله، یعني په بد توپیر یې لوبه ونه بایلل.
سوت افریقا، سریلانکا او پاکستان تر افغان لوبډلي سختي ماتي خوړلي دي.
۲-  په توپ وهنه کي مو نن لوبغاړو نسبتاً تر فشار لاندي نه وه، ځکه موږ یې برید لیدی.
خو بیا هم بې ځایه شاټونه او هیټ وسو، چي له امله مو یې ویکیټي ژر ژر ولاړې.
۳-  د توپ وهني پر وخت د شهزاد څخه درې بالونه میس او څلوریزي سوې او د یوې اساني ویکیټي چانس یې هم له لاسه ورکړه.
داسي باید په نورو لوبو کي ونسي.

۴-  اسټرالیا پیاوړی کوچ او روزنه لري او ۵ ځلي یې نړیوال جام وړئ دئ، نو ځکه د لوبي د ګټلو چانس هم کم وو.
د افغان لوبډلي راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ د سریلانکا سره ده.
د هغې لوبي د ګټلو ځکه چانس ډېر دئ، چي دوی له آسیا څخه دي، او افغان لوبډله په نن کرکیټ کي د اسیایې لوبډلو خلاف بهتریني لوبي کولای سي.