افغانستان د راتلونکې جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا خلاف د نړیوال جام سیالیو پیل کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په لړ کې د جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په لمړۍ لوبه کې مخ کیږي.
د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نیټه د کوربه انګلستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل کیږي.
افغان لوبډله به د کرکټ نړیوال جام سیالۍ پوره یو کال وروسته د اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د جون میاشتې په لمړۍ نیټې سره پیل کړي.
افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لمړي راونډ کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې وروسته په دویمې سیالۍ کې د سریلنکا، دریمې کې د نیوزیلینډ، څلورمې کې د جنوبي افریقا، پنځمه سیالۍ کې د کوربه انګلستان، شپږمې لوبه کې د هندوستان، اومې لوبه کې د بنګله دیش، اتمې لوبه کې د پاکستان او وروستۍ نهمې لوبه کې د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خلاف بخت وازمايي.

د لمړي راونډ څخه به ۴ هغه لوبډلې چې زیاتې سیالۍ یې ګټلې وي، د نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي او په دغه پړاو کې ګټونکې لوبډلې به تر پای لوبې ورسیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ په هرو ۴ کلونو کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي.
دغه جام سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې ترسره شوې، چې پکې اسټرالیا او ویسټ انډیز پای لوبې ته ورسیدل، چې پکې ویسټ انډیز د لمړي ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړې وه. همدا راز په دغه نړیوال جام کې د دویم ځل لپاره کوربه انګلستان د ویسټ انډیز سره پای لوبې ته ورسید، چې پکې بیا هم د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د جام ګټونکې شوه.

په ترسره شویو ۱۱ پړاونو کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځل ویسټ انډیز، ۲ ځل هندوستان او یو یو ځل د پاکستان او سریلنکا لوبډلو د دغه جام اتلولي خپله کړې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډله، چې اوس مهال په خپل سپین بالینګ د کرکټ نړۍ هرې لوبډلې ته سر خوږی جوړ شوی؛ د دویم ځل لپاره په دغه نړیوال جام کې ګډون کوي، خو د لمړي ځل اتلولۍ خپلولو په موخه به هیلې ژوندۍ ساتې.
احسان الله ساپی

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.