
که د سرېلانکا د لوبو پخوا ته وګورو ، د ۲۰۱۹ م کال له پیل څخه یې تر اوسه پورې له درې هېوادونو سره لس نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په دې لسو لوبوکې یې ۹ بایللي او لسمه لوبه کې یې په افغانستان خپل مورال لوړ کړ او سترګه یې سره کړه.
سریلانکا له نهو ماتو سره زړه وهلی وه او د لوبډلې مورال یې ډیر لویدلی و ؛ خو له افغانستان څخه د ناممکنه لوبې ګټلو ، دا لوبډله بېرته په ځان باوري کړه او راروانې لوبې ته به لا زیاته خواري وکړي.
سریلانکا او نهه لوبې بایلل
دې لوبډلې د جنوري میاشت راهیسې له نیوزیلېنډ او سهیلي افریقا سره ۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې ۹ لوبو کې یې څلور نیوزیلېنډ او ۵ سهیلي افریقا سره ترسره کړي دي.
نیوزیلېنډ ورڅخه په نیوزیلېنډ کې درې یو ورځنۍ لوبې سر په سر وګټلې او هیڅ ګټې ته یې پرېنښوده؛ اوس یې تازه په نړیوال جام کې هم په اوپننګ کې ماته ورکړه، چې دا یې د نیوزیلېنډ په لاس څلورمه ماته وه.
د افریقا له خوا یې بیا پنځه ماتې خوړلي دي، سریلانکایي لوبډله افریقا ته د لوبو لپاره تللې وه او پنځه لوبې ترې افریقا وګټلې، سریلانکا یې نهیلي کورته راولېږله.
دا نهه ماتې د سریلانکا لپاره د سریلانکا د لوبډلې لویدل او مخ په زوال تګ و.
خو د دې ټولو ماتو زور یې له افغان لوبډلې په نړیوال جام کې وویست او ناممکنه لوبه یې د ښې توپ اچونې په مرسته د ځان لپاره ممکنه کړه او لوبډله یې یو ځل بیا د راهسکېدو په حال شوه.
اوس د سریلانکا مورال ښه شو او تر مونږ سریلانکا ښه شوه، بل پلو بیا پاکستان هم ښه شو او هغوی کوربه لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه؛ اوس افریقا او افغانستان په لوېدلي حالت کې شول.
راتلونکو لوبو ته د افغانستان مورال کمزوری او د سریلانکا لوړ شو، مونږ د شنبې په ماښام له نیوزیلېنډ سره لوبه لرو او تر ډېره نیوزیلېنډۍ لوبډله پیاوړې ده.
سریلانکا بیا راروانه لوبه د جمعې په ورځ له پاکستان سره ترسره کوي.
د پاکستان خلاف هم سریلانکا ته د ښې لوبې چانس شته.