ملي شورا: د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا، جلا  په ارګ کې وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې کتنو کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وشوې.
ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې ده؛ د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د رسمي خبرو د پيل دویمه ورځ وه.
ویل شوي چې نن ورځ به پر اجنډا جوړولو کار کیږي.
افغانان هیله لري چې بین الافغاني خبرې به بریالۍ شي او په افغانستان کې روانه ورور وژنه به پای ومومي.
بل پلو یو شمیر شنونکي په دې اند دي چې مسایلو ته په کتو به دا خبرې اوږد وخت ونیسي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.