افغان لوبډله د پاکستان په شمول څو پياوړو لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ نړیوالې شورا له نړیوال جام څخه وړاندې د تمریناتي لوبو لپاره مهالوېش وړاندې کړی دی، چې افغان لوبډله به له پاکستانۍ لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه وکړي.
دا تمریناتي لوبې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمي ډول پېلېږي، چې لس لوبډلې پکې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي، نوموړې تمریناتي لوبې د می په ۲۴ مه نېټه پېلېږي.
د وارم اپ یا تمریناتي لوبو پیل افغانستان او پاکستان کوي، په دغو تمریناتي لوبو کې افغان لوبډله درې لوبې ترسره کوي، چې افغان لوبډله لومړۍ لوبه د می میاشت په ۲۴ مه نېټه له پاکستان سره کوي، دا لوبه د انګلستان په برېسټول سیمه کې په کاونټي لوبغالي کې ترسره کېږي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله دوهمه لوبه په ۲۷ مه نېټه له انګلستان سره کوي دا لوبه هم په برېسټول سیمه کې په اوول لوبغالي کې ترسره کېږي.
Afghanistan افغان لوبډله د پاکستان په شمول څو پياوړو لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ کوي
افغانستان، پاکستان او انګلستان په خپلو کې لوبې کوي.
ورپسې افغان لوبډله په ۲۷ م تاریخ له اسټرالیا سره تمریناتي لوبه لري.
د کرکټ ملي لوبډله به له اسټرالیا وروسته بنګله دېش سره هم یوه تمریناتي لوبه ولري دا لوبه به د می په ۲۶ مه نېټه ترسره شي.
افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، بنګله دېش، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا او ویسټ انډیز تمریناتي لوبې کوي.
دا تمریناتي لوبې شا او خوا ۶ لوبغالو باندې ترسره کېږي.
دغه تمریناتي لوبې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام لپاره چمتووالی ښوول شوی دی، له دې وړاندې به د می میاشت په سر کې افغان لوبډله له سکاټلېنډ سره هم تمریناتي لوبې ولري.
دغه تمریناتي لوبې د می میاشتې تر ۲۸ مې نېټې پورې دوام کوي، یعنې د لس واړو لوبډلو لوبې ټولې څلور ورځې دوام کوي.
د می په ۳۰ مه نېټه نړیوال پنځوس اوریز جام پېلېږي، چې لومړۍ لوبه یې د انګلستان او سهیلي افریقا ترمنځ کېږي، افغان لوبډله د جون په لومړۍ نېټه د نړیوال جام لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره کوي او دوهمه بیا په ۴ مه نېټه له سریلانکا سره کوي.